نایجریا: بوکو حرام ته مو درنه مرګژوبله اړولې

د بوکو حرام مشر(منځ کې) د اسلامي خلافت خپل ځان ابو بکر الشکوی معرفي کړی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د بوکو حرام مشر(منځ کې) د اسلامي خلافت خپل ځان ابو بکر الشکوی معرفي کړی

نایجریايي ځواکونه وايي، د دغه هېواد شمال لویدیځ ښار باما کې د بوکوحرام د بریدونو په مخنیوي توانېدلي او هغوی ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.

د نایجریايي ځواکونو د رپوټ په اساس بوکوحرام اورپکو د دوشنبې په سهار (سپتمبر ۱) د باما پر ښار چې ۳۰۰ زره نفوس لري برید کړی.

په نایجریا کې امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې د دغو نښتو له امله لسګونه اورپکي وژل شوي خو دغه رپوټ په ځانګړي ډول لا تر اوسه نه دی تایید شوی.

د باما ښار د نایجریا شمال کې د برنو ایالت د مرکز په ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې په وروستۍ میاشت کې د دولتي ځواکونو او اورپکو د نښتو ډګر و.

یوه عیني شاهد په دغه ښار کې رویترز خبري اژانس ته وویل، دی د اورپکو لخوا د برید او د امنیتي ځواکونو لخوا د دې برید د مخنیوي شاهد و.

د دغه ښار زرګونو کسانو ښار ته د اورپکو د ورتلو او د شخړو د رامنځ ته کیدو له ویرې خپل کورونه پرېښي او تښتیدلي دي.

بوکو حرام په وروستیو کې اعلان کړی و، چې تر ولکې لاندې سیمو کې یې 'اسلامي خلافت' اعلان کړی دی.

د نایجریا دولت او د دغې ډلې ترمنځ د نښتو پنځه کال کېږي چې نایجریا يې په کورنیو نښتو کې ښکیل کړې ده.

دغه نښتې په وروستیو کې د دولتي ځواکونو په ډیریدو سره بیا هم د نایجریا په شمال او شمال ختیځ کې ډیرې شوې.