نایجریا کې ۱۰۰ کسان ډوب شوي

له نایجریا نه رپوټونه وايي، د دغه هېواد په ختيځ کې نژدې سل کسان ډوب شوي دي.
یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي، ډوب شوي، هغه وګړي دي، چې له خپل کلي د قومي شخړو له کبله د سرپناه موندلو لپاره په بېړۍ کې د لېږدېدو په حال کې وو.
ویل کېږي، بېړۍ چلوونکی په ډزو وژل شوی، چې بیا وروسته بېړۍ کې رامنځ ته شوې ګډوډي د ډوبېدو او د ټولو مساپرو د وژل کېدو لامل شوې ده.
ژغورونکي د ډوبو شویو په ژغورلو نه دي توانېدلي، او نه یې هم د ډوبیدو په ځای کې د کوم چا مړی موندلی دی.
د بي بي سي خبریال وايي، دغه خلک د ترابا ولایت له هغه کلي تښتېدلي، چې زیاتره پکې مسلمانان دي، خو د بلاتو ولایت وسله وال عیسویان پرې ډېری وخت بریدونه کوي.
د دواړو ولایتونو خلک د ځمکې د ملکیت پرسر شخړې او وژنې کوي.
د نایجریا پوځ د تېرې سې شنبې په ورځ د بوکو حرام سخت دریځې اورپکې ډلې یو جګپوړی مشر هغه مهال ونیو چې په سوېلي آبیه ولایت کیې ۵۰۰ مساپر راوګرځول.
د دغه چارواکي تر نیول کېدو وروسته، بوکو حرام ډلې بریدونه وکړل، چې لږترلږه ۱۴ کسان پکې ووژل شول.
نایجریا په افریقا کې د وګړو د شمېر له اړخه یو لوی هېواد دی، چې د دغې قارې اقتصادي ودې ته هم ډېره ګټور کارونه کوي.
په نایجریا کې زیاتره شمالي سیمې د مسلمانانو دي، خو په سوېل کې یې بیا عیسویان هم ژوند کوي.








