نایجریا کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د نایجریا پلازمېنې ابوجا د ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سوداګریزه سیمه کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي او ۵۲ نور یې ټپیان کړي دي.
چاودنه د ابوجا پانیکس خرڅلاو ته څېرمه شوې ده.
پولیس وايي، یو شکمن کس یې په چاودنه کې د لاس لرلو په تور نیولی.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی، خو بوکو حرام اسلامپاله ډله تر د دا ډول بریدونو پړه ګڼل کېږي.
په ابوجا کې د بي بي سي خبریال مصطفی محمد وايي، د مایماتا ولسوالۍ په روغتون کې یې د ۱۲ نارینه اوو ښځو مړي لیدلي، خو ګڼ نور کسان سخت سوځېلي دي.
د چایماک اوهام په نامه یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي، د یوې سترې چاودنې غږ یې واورې، چې ټوله ودانۍ یې ولړزوله، خلکو چیغې وهلې او هرې خوا ته یې منډې کړې:
"لوګی مو ولید، خلک په وینو کې لت پت پراته وو، ډېره ګډوډي وه".
په چاودنه کې خرڅلاو ته څېرمه ګڼ شمېر درول شوي موټر هم سوځېدلي او د ودانیو ښیښې ماتې شوې دي.
د نایجریا حکومتي ویاند مایک اومري ویلي، چاودنه د یوه ماین له کبله رامنځ ته شوې.
بوكو حرام
که څه هم د مخکنیو بریدونو مسؤولیت بوکو حرام پر غاړه اخیسته، خو تراوسه یې د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
په تېر اپریل کې هم د ابوجا د بسونو په یوه تمځي کې چاودنې تر ۷۰ ډېر کسان ووژل، چې مسؤولیت یې بوکو حرام واخیست.
او په تېره مې کې بیا بوکو حرام د موټرو یوه اډه والوځوله، چې ۱۹ کسان پکې ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول.
د نایجریا په شمال کې له یوې مدرسې د بوکو حرام له خوا د څه باندې ۲۰۰ نجونو تر تښتولو وروسته، د دغې ډلې په اړه نړیواله اندېښنه ډېره شوه.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








