پر غزې اسرائیلو بیا بمباري کړې

اسرائیلو د سې شنبې په ورځ پر غزې بیا بمبارۍ ته دوام ورکړی، چې د غزې د طبي سرچینو په حواله، لږترلږه دوه کسان یې وژلي دي.
د اسرائیلي پوځ ویاند ویلي، پوځ د تېرې سې شنبې له ماخوستن راهیسې ۱۵ ځلې بمباري کړې ده، خو د سې شنبې پر ګهیځ له غزې تراډې پر اسرائیلو توغندي توغول شوي.
د تېرې دوشنبې په ورځ پر غزې د اسرائیلي بریدونو د قربانیانو شمېر اووه کسان و.
تر اوسه د اسرائیلو په خونړیو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۱۳۶ ته رسېدلی، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي او تر ۱۰۸۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د اسرائیلو بمباریو کې ۲۵ کسان وژل شوي.
د لارې بندول

اسرائیلو د غزې او اسرائیلو ترمنځ د بیت حانون (ایرز) په نامه یو کنډو او لاره وروسته تر هغه وتړله، چې د ادعا له مخې له غزې پرې توغول شوي توغندي څلور کسان ټپیان کړل.
اسرائیلو ویلي له غزې سره پر پوله د څلور کلن اسرائیلي ماشوم تر وژل کېدا وروسته به پر غزې بریدونه ډېر کړي.
رد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، BBC World Service
د حماس د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل له "یاهو نیوز" وېبپاڼې سره په مرکه کې دا رد کړه چې ګني "حماس دې اسرائیلي ولسي وګړي په نښه کړي وي".
مشعل وايي "په زیاترو وختونو کې مو هڅه دا ده چې یوازې پوځیان او د اسرائیلو پوځي مرکزونه په نښه کړو، خو د اسرائیلو په څېر پرمختللې وسلې نه لرو... له دې کبله د هدفونو مشخصول ګران کار دی".

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د تېرې سې شنبې په ورځ د دواړو لورو ترمنځ شوی اوربند مات شو، او د مصر د منځګړیتوب چارې هم کار ورنه کړ.
حماس ټینګار لري، چې د اوږدمهاله اوربند لپاره دې پر غزې دې لګول شوی اقتصادي بندیز لیرې شي.
خو اسرائیلي حکومت وايي، تر هغو به پر غزې هوايي بریدونه ونه دروي، چې د حماس او نورو فلسطیني ډلو د بې وسلې کېدو له لارې "پوره امنیت" نه وي راغلی.








