پیلي: اسرائیل قصداً نړیوال قوانین بابیزه ګڼي

د عکس سرچینه، EPA

په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو بریدونه دوام لري، اسرائیلي پوځ ته ۱۶۰۰۰ نور احتیاطي ملاتړي پوځيان ورغوښتل شوي.

په دې سره پر غزې د بریدګرو اسرائیلي پوځيانو شمېر نژدې ۸۶۰۰۰ ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې ناوي پیلي د جګړې دواړې غاړې په جنګي جرمونو تورنې کړې، خو اسرائیل یې د نړیوالو قوانینو په ډاګیزه سرغړونه تورن کړي.

پیلي وايي، اسرائیل په لوی لاس د ولسي وګړو د اوسېدو ځایونه په نښه کوي.

اسرائیلي رسنیو ویلي، د پوځ دا غوښتنه به اسرائیلي پوځ ته د "ساه اخیستو" موقع ورکړي.

د اسرائیلي پوځ ویاندې ویلي "پوځ د ۱۶ زرو پوځيانو د تیارسئ کېدو امر کړی، چې پر ځمکه د جنګېدونکي پوځ ملا وتړي".

د اسرائیلو رادیو اعلان کړی چې د امنیت ادارې د شورا غړو وزیرانو د چارشنبې ورځې پنځه ساعته غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د حماس ډلې پر اهدافو بریدونه ډېر کړي.

ظاهراً د بریدونو موخه په غزه کې د حماس د ټولو اړوندو هغو تونلونو له منځه وړل ښودل شوي، چې په وینا یې دغه ډله یې د غزې تړانګې او اسرائیلي خاورې ترمنځ کاروي.

د اسرائیلو یوې رادیو ویلي، په پام کې دهو چې بله غونډه د پنجشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته د اتو وزیرانو په ګډون وشي.

رادیو په غزې تړانګې کې جګړې ته د یوه ګومارل شوي جنرال له قوله ویلي، د تونلونو ویجاړول "د څو ورځو کار" دی.

ملګرو ملتونو او امریکا په غزه کې د ولسي پر یوه پناه ځای هغه برید غندلی، چې لږترلږه شپاړس ولسي وګړي پکې ووژل شول.

اسرائیلو د ملګرو ملتونو اړوندې هغې مدرسي برید وکړ، چې ولسي وګړي پکې له بریدونو پټ شوي وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون دغه برید یوه ناوړه پېښه او له عقل لیرې کار بللی دی.

اسرائیل ادعا لري، چې دا برید یې مدرسې ته څېرمه له یوه ځایه پر اسرائیلو د توغول شوي توغندي په مقابل کې کړی.

فلسطیني چارواکي وايي، یوازې د تېرې چارشنبې پر ورځ پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

د غزې ښار ته څېرمه پر یوه بازار بمبارۍ ۱۷ کسان ووژلي، خو د پنجشنبې پر ورځ په یوه کمین کې درې اسرائیلي پوځيان ووژل شول.

فلسطیني ډاکټران وايي، د اسرائیلو بمبارۍ خان یونس کې هم اووه کسان وژلي.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي د چارشنبې پر ورځ لږترلږه ۱۰۶ کسان ووژل شول، چې د ټول ټال وژل شویو شمېر ۱۳۳۶ ته ورسېد، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.

اسرائیلو په ۲۰۱۲ کال هم د اتو ورځو لپاره پر غې قاتلانه بریدونه وکړل، خو په ۲۰۰۸ کې یې وسله والو بریدونو ۲۲ ورځې دوام وکړ.

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، اسرائیلو په ۲۰۱۲ کال هم د اتو ورځو لپاره پر غې قاتلانه بریدونه وکړل، خو په ۲۰۰۸ کې یې وسله والو بریدونو ۲۲ ورځې دوام وکړ.

بل خوا اسرائیلو د ۵۸ اسرائیلیانو د وژل کېدو اعلان کړی، چې ۵۶ پکې پوځيان او دوه ولسي وګړي دي.

اسرائیلو کې د یوه تایلنډي کارکوونکي د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی.

"بې دلیله "

ملګرو ملتونو په جبالیا کې د کډوالو پر مدرسې برید په سختو ټکو غندلی دی.

ددغه سازمان یوه چارواکي اونروا کریس ګینیس بي بي سي ته ویلي، اسرائیلو ته ۱۷ ځلې ویل شوي، چې دا د کډوالو د سرپناه ځای دی، خو دغه برید د ټولې نړۍ لپاره د ملامتیا او شرم خبره ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وروسته وویل "دغه برید په سختو ټکو غندم، دا یو ډېر ناوړه کار و، هېڅ دلیل یې د کېدو لپاره نه و. تر دې لوی شرم به چېرې وي، چې ویده ماشومان بمبار شي".

اسرائیلو د راکړې ورکړې پر یوه ډک بازار بمبار کړی

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، اسرائیلو د راکړې ورکړې پر یوه ډک بازار بمبار کړی
د اسرائیلو ۵۶ پوځيان او دوه ولسي وګړي وژل شوي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د اسرائیلو ۵۶ پوځيان او دوه ولسي وګړي وژل شوي

په دغه مدرسه کې د برید پرمهال تر ۳۰۰۰ ډېر ولسي وګړي وو، چې د سرپناه لټولو په پلمه هلته مېشت شوي وو.

"بشري ناورین "

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې برنادیت میهان هم دغه برید غندلی او وايي "ډېر اندېښمن له دې کبله یو، چې زرګونه فلسطیني کډوال د اسرائیلي پوځ له خوا په زور خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړل شوي، ان د ملګرو ملتونو په سرپناوو کې هم خوندي نه دي".

بان او میهان د ژر اوربند غږ کړی، او د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ هم ویلي، چې په غزه کې وضعیت "بشري ناورین" ته نژدې شوی.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویليو په الشجاعیه کې پر یوه بازار بمبارۍ لږترلږه ۱۷ کسان پرداسې مهال وژلي او ۱۶۰ نور یې ټپیان کړي، چې سلګونه کسان د مېوو او سبزیو رانیولو په حال کې وي.

رپوټونه وايي، په غزه کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ یو خبریال هم په دې برید کې وژل شوی.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر غزه کې وضعیت 'بشري ناورین' بللی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر غزه کې وضعیت 'بشري ناورین' بللی

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه عیني شاهد سلیم قدوم له قوله ویلي "سیمه د وینو د ویالې په څېر وه. هر ځای مړي او ټپیان پراته وو. د ځینو خلکو پښې غوڅې شوې وې او د ژغورنې چیغې یې وهلې. دا یوه ټول وژونه وه".

څو ورځې مخکې هم په خان یونس کې د ولسي وګړي پر سرپناوو اسرائیلو "وحشیانه" بریدونه وکړل چې لږترلږه ۱۵ کسان یې پکې ووژل.

اسرائیلو په ۲۰۱۲ کال هم د اتو ورځو لپاره پر غې قاتلانه بریدونه وکړل، خو په ۲۰۰۸ کې یې وسله والو بریدونو ۲۲ ورځې دوام وکړ.

اسرائیلو ولسي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې خپلو سیمو ته ستانه نه شي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اسرائیلو ولسي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې خپلو سیمو ته ستانه نه شي
د الشجاعیه پریوه بازار بمبارۍ ۱۷ کسان وژلي او ۱۶۰ نور ټپیان دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د الشجاعیه پریوه بازار بمبارۍ ۱۷ کسان وژلي او ۱۶۰ نور ټپیان دي