غزه کې بمبارۍ

ملګرو ملتونو او امریکا په غزه کې د ملګرو ملتونو پر مدرسې د اسرائیلو بریدونه غندلي، چې فلسطیني ولسي وګړي پکې مېشت شوي وو. بان کي مون دغه برید یوه "ناوړ" پېښه بللې، چې لږترلږه ۱۶ ولسي وګړي پکې ووژل شول.

پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې، چې څلورمې اونۍ ته داخل شوي، تر دیارلسو سوو ډېر کسان وژلي، روغتونونه، مدرسې، د اوسېدو ځایونه، جوماتونه، فابریکې او برېښناکوټ په نښه شوي دي.
د عکس تشریح، پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې، چې څلورمې اونۍ ته داخل شوي، تر دیارلسو سوو ډېر کسان وژلي، روغتونونه، مدرسې، د اوسېدو ځایونه، جوماتونه، فابریکې او برېښناکوټ په نښه شوي دي.
اسرائیلي پوځ په دغو بریدونو کې تر ټولو عصري او خطرناکې وسلې کارولې، چې د سلګونو بې ګناه وګړو ژوند یې اخیستی دی.
د عکس تشریح، اسرائیلي پوځ په دغو بریدونو کې تر ټولو عصري او خطرناکې وسلې کارولې، چې د سلګونو بې ګناه وګړو ژوند یې اخیستی دی.
په غزه کې جوماتونه هم په نښه شوي، چې تر اوسه له ۱۳۳۶ ډېر کسان وژل شوي، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.
د عکس تشریح، په غزه کې جوماتونه هم په نښه شوي، چې تر اوسه له ۱۳۳۶ ډېر کسان وژل شوي، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.
په فلسطیني وژل شویو ولسي وګړو کې زیاتره قربانیان ماشومان او ښځې دي، خو په وژل شویو اسرائیلیانو کې ایله دوه کسان دي.
د عکس تشریح، په فلسطیني وژل شویو ولسي وګړو کې زیاتره قربانیان ماشومان او ښځې دي، خو په وژل شویو اسرائیلیانو کې ایله دوه کسان دي.
په غزه کې یوازېینی برېښناکوټ هم اسرائیلو ویجاړ کړی دی.
د عکس تشریح، په غزه کې یوازېینی برېښناکوټ هم اسرائیلو ویجاړ کړی دی.
په غزه کې د ملګرو ملتونو پر یوې اړوندې مدرسې اسرائیلو بمبار کړی، چې له خوږو ماشومانو سره یې میندې په نښه شوې دي.
د عکس تشریح، په غزه کې د ملګرو ملتونو پر یوې اړوندې مدرسې اسرائیلو بمبار کړی، چې له خوږو ماشومانو سره یې میندې په نښه شوې دي.
په جبالیا پناه ځای کې سیمه ییزو خلکو دا د (ابو حسین مدرسه) بلله. ملګرو ملتونو ویلي، په دې مدرسه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۰۰۰ ولسي وګړي مېشت وو.
د عکس تشریح، په جبالیا پناه ځای کې سیمه ییزو خلکو دا د (ابو حسین مدرسه) بلله. ملګرو ملتونو ویلي، په دې مدرسه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۰۰۰ ولسي وګړي مېشت وو.
د مدرسې په یوه درسي ټولګي کې، د څوکیو او مېزونو په منځ کې ولسي په خواږه خوب ویده وو، چې د اسرائیلو وحشیانه برید ښکار شول.
د عکس تشریح، د مدرسې په یوه درسي ټولګي کې، د څوکیو او مېزونو په منځ کې ولسي په خواږه خوب ویده وو، چې د اسرائیلو وحشیانه برید ښکار شول.
ملګري ملتونه وايي، په غزه کې یې په مدرسو کې تر ۲۴۰ زرو ډېر فلسطینیان مېشت دي.
د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، په غزه کې یې په مدرسو کې تر ۲۴۰ زرو ډېر فلسطینیان مېشت دي.
پر دغې مدرسې په بمبار کې لږترلږه ۱۷ کسان ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شول.
د عکس تشریح، پر دغې مدرسې په بمبار کې لږترلږه ۱۷ کسان ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شول.
دا پر مدرسو دویم خونړی برید دی. پنځه ورځې مخکې هم اسرائیلو بیت حانون کې پر یوې مدرسې په برید کې ۱۵ کسان وژلي وو او ۲۰۰ نور ټپیان وو.
د عکس تشریح، دا پر مدرسو دویم خونړی برید دی. پنځه ورځې مخکې هم اسرائیلو بیت حانون کې پر یوې مدرسې په برید کې ۱۵ کسان وژلي وو او ۲۰۰ نور ټپیان وو.
ملګرو ملتونو منلې چې په غزه کې د دوی پر درو مدرسو اسرائیلو بریدونه کړي.
د عکس تشریح، ملګرو ملتونو منلې چې په غزه کې د دوی پر درو مدرسو اسرائیلو بریدونه کړي.