د نوبل جایزې ګټونکې نادین ګوردیمر ومړه

ګوردیمر
د عکس تشریح، د ګوردیمر تر ۳۰ ډېر کتابونه خپاره شوي، چې "د برګر لوری"، "د جولای کورنۍ" او "زما د زوی کیسه" یې تر ټولو ډېر مشهور کتابونه دي.

د سوېلي ‎افریقا لیکواله او د نوبل جایزې ګټونکې نادین ګوردیمر د ۹۰ کلونو په عمر له جوهانسبرګ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دغه لیکواله د نړیوالو ادبیاتو له پېژندل شویو څېرو څخه وه.

د هغې کورنۍ وايي، نوموړې له لنډې ناروغۍ وروسته مړه شوه.

د ګوردیمر تر ۳۰ ډېر کتابونه خپاره شوي، چې "د برګر لوری"، "د جولای کورنۍ" او "زما د زوی کیسه" یې تر ټولو ډېر مشهور کتابونه دي.

هغې په ۱۹۷۴ کال د "بوکر" ادبي جایزه وګټله او په ۱۹۹۱ کال یې د نوبل د ادبیاتو جایزه ترلاسه کړه.

هغه مهال د نوبل د جایزو وېشلو کمېټې ویلي وو، چې دغه جایزه د "لوړو او حماسي" لیکنو په برکت لیکوالې ګوردیمر ته ورکړل شوې؛ ځکه چې په وینا یې له "بشردوستۍ سره لویه مرسته" یې کړې ده.

ګوردیمر ډېر ژر لیکنې پیل کړې او لومړی اثر یې په ۱۵ کلنۍ کې د جوهانسبرګ په مجله کې خپور شو.

د هغې د داستانونو موضوعات تر ډېره په یوه چوکاټ کې دي، تبعید او غربت.

نادین ګوردیمر او نېلسن منډېلا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، نادین ګوردیمر او نېلسن منډېلا نژدې ملګري وو.
ادین ګوردیمر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ګوردیمر ډېر ژر لیکنې پیل کړې او لومړی اثر یې په ۱۵ کلنۍ کې د جوهانسبرګ په مجله کې خپور شو.

د ګوردیمر کورنۍ وايي، هغې ته تر هر بل څه "سوېلي افریقا، خلک یې، کلتور یې او هغه ستونزې ښې اېسېدې، چې د دیموکراسۍ پر اهمیت ټینګار کوي".

هغه د افریقا د ملي شورا یوه مشهوره غړې هم وه، چې د نېلسن منډېلا د خلاصون لپاره یې کلونه کلونه هڅې کړې وې، چې بیا وروسته دواړه نژدې ملګري شول.

د هغې وروستی اثر "د اوس په شان هېڅ وخت نه" په ۲۰۱۲ کال خپور شو، چې د نژاد پالنې پرضد و.

ګوردیمر
د عکس تشریح، د ګوردیمر وروستی اثر "د اوس په شان هېڅ وخت نه" په ۲۰۱۲ کال خپور شو، چې د نژاد پالنې پرضد و.
ګوردیمر

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ګوردیمر په ۱۹۹۱ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه ترلاسه کړه.