پر غزې د اسرائیلو بمبارۍ ۹ فلسطینیان وژلي

د عکس سرچینه، BBC World Service
په داسې حال کې چې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د فلسطیني زلمي محمد ابو خضیر تر وژل کېدا وروسته اړیکي ترینګلي شوي، اسرائیلو پر غزې تراډې بمبار کړی، چې لږترلږه نهه کسان یې وژلي دي.
د حماس ډلې پوځ څانګې القسام ویلي، شپږ وژل شوي د دوی کسان دي.
دغه برید د غزې تراډې جنوب کې د رفح ختیځې خوا ته پر یوه تونل شوی دی.
په دې سره د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر نهو ته رسېدلی.
عیني شاهدانو ویلي، اسرائیلو وړاندې د غزې تراډې په شمالي بیت حانون ښارګوټي هم بمبار کړی و.
اسرائیلو د غزې پر نړیوال هوايي ډګر هم بمبار کړی.
دغه هوايي ډګر د غزې تراډې جنوب رفح ښار ختیځ ته پروت دی.
د اسرائیلو جنګي الوتکو د دوشنبې پر ګهیځ پر غزې تراډې ګڼ بریدونه کړي دي.
له تېرو څو ورځو راهیسې پر غزې تراډې اسرائیلي بریدونه دوام لري، چې د فعالانو په وینا، دا بریدونه له غزې تراډې د اسرائیلو پر جنوبي برخې د ځینو توغندیو توغولو په مقابل کې شوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په القدس او ورڅېرمه نورو سیمو او اسرائیلو کې ځینې لاریونونه روان دي.
په ځینو ښارونو کې پر فلسطیني وګړو د تېري کولو خبرونه هم ورکړل شوي.
د اسرائیلو پوځ وايي، بمباري یې له غزې تراډې پر اسرائیلو د تېرو ۲۰ توغول شویو توغندیو په مقابل کې کړې ده.
د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ اړیکي د فلسطیني زلمي محمد ابو خضیر تر تښتول کېدو او وژل کېد وروسته ترینګلي شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








