هغه لس خبرې چې موږ ته نه وې معلومې

۱- د مېرمنو په نامه نومول شوي توپانونه د نارینه وو په نومونو د نومول شویو توپانو پرتله ډېر ورانکاري دي.
<link type="page"><caption> د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ</caption><url href="http://www.washingtonpost.com/blogs/capital-weather-gang/wp/2014/06/02/female-named-hurricanes-kill-more-than-male-because-people-dont-respect-them-study-finds/" platform="highweb"/></link> ۲- د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي د واکمنۍ پر مهال دولتي الوتکو کې کافي او آیسکریمونه تل موجود وو.
<link type="page"><caption> د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ</caption><url href="http://www.thetimes.co.uk/tto/news/world/europe/article4109336.ece?CMP=OTH-gnws-standard-2014_06_04" platform="highweb"/></link> ۳- د انګلستان فوټبال لوبډلې ډېری لوبغاړو چې په نړیوال جام سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، سندرغاړی مورسي نه پېژانده.
<link type="page"><caption> د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ</caption><url href="http://usvsth3m.com/post/87786058353/only-a-few-members-of-the-england-football-team-know" platform="highweb"/></link> ۴- شینیلي خوړونکی ځناور کولی شي له ګرمۍ نه د ځان ژغورنې لپاره له ونو سره ځان نښلوي.
<link type="page"><caption> د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/news/science-environment-27684863" platform="highweb"/></link> ۵- د امریکايي لیکوال جې ډي سالینجر د کتابونو خپروونکی د لیکوال مینه والو ته د لیکونو ځواب کې هغه لیکنه لېږله، چې ۱۹۶۳ کې لیکل شوې وه.

د عکس سرچینه، bbc
دغه لیکنه کې د لیکوال ته لیکل شوي چې: ''همدا اوس ډي جې سالینجر ته د لیک لیکولو له کبله مننه، کېدای شي تاسې ته معلومه وي، چې نوموړی لیکونه اخیستل نه خوښوي، ځکه موږ نه شو کولای ستاسې مینه ناک لیکونه هغه ته ورسوو. موږ له تاسې نه ځکه مننه کوو، چې د ښاغلي سلینجر کتابونه مو خوښ دي''.
<link type="page"><caption> د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ</caption><url href="http://www.ft.com/cms/s/2/579b84d6-e5ff-11e3-aeef-00144feabdc0.html#axzz33kP3jxe8" platform="highweb"/></link> ۶-وږي کسان چاغې مېرمنې خوښوي، خو د خوړو له خوړلو وروسته یې دا لېوالتیا له منځه ځي.
<link type="page"><caption> د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ</caption><url href="http://www.telegraph.co.uk/science/science-news/10878892/Hungry-men-crave-bigger-women-study-finds.html" platform="highweb"/></link>
۷- څیړونکي وايي، د برتانویانو د پښو په کچه کې لوی والی راغلی او په تېرو ۴۰ کلونو کې د بوټونو په اندازه کې تر دوو کچو لوی والی راغلی دی.
<link type="page"><caption> د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ</caption><url href="http://www.independent.co.uk/news/science/british-feet-get-two-sizes-bigger-in-40-years-9475316.html" platform="highweb"/></link> ۸- برتانوي هوايي شرکت برټش ایرویز الوتکو کې مړو مسافرو ته عینکې، شراب او د ورځپاڼې ګڼه ورکوي. دوی دا هر څه د دې لپاره کوي چې د مړو کسانو له شته والي نور مسافر خبر نه شي.
<link type="page"><caption> د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ</caption><url href="http://www.dailymail.co.uk/femail/article-2648494/The-Duke-Cambridge-reveals-loves-Coldplay-Morrisons-Value-pasta-school-visit.html" platform="highweb"/></link>
۹- د برتانیا شاهي کورنۍ شهزاده وېلیم د برتانوي راک موسیقۍ ډلې کولډ پلې مینه وال دی.
۱۰- د امریکا رګبي لوبغاړی جان ویکیسن د ماضي اسم فعل (( dropped goal) نه خوښيده، نو هغه په خپله ژوندلیک کې په (( dropped goal) بدل کړی.
<link type="page"><caption> د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ</caption><url href="http://www.thetimes.co.uk/tto/sport/rugbyunion/article4106177.ece?CMP=OTH-gnws-standard-2014_06_01" platform="highweb"/></link>








