د روغتیا نړیوال سازمان بېړنی وضعیت اعلان کړ

د روغتیا نړیوال سازمان په خپله بېړنۍ ناسته کې دې پایلې ته ورسېد چې په ۲۰۱۴ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس (پولیو) په یوه نا عادي وضعیت ته بدل شوی او نړیوالې سلامتیا ته یې بیړنۍ حالت اعلان کړی.
په افغانستان، کامیرون، ګیني، اتیوپيا، عراق، اسرائیلو، نایجریا، پاکستان، سومالیا او سوریه کې اوس دا ویروس خپور شوی.
دې سازمان په خپله ناسته کې دا پرېکړې وکړه، که نړیواله همغږي رامنځ ته نه شي، نو د دې ویروس له منځه وړل به ګرانه خبره وي، سره له دې چې دا په نړۍ کې له هغو عفوني ناروغیو ده چې په واکسین سره یې مخنیوی کېدای شي.
د روغتیايي نړیوال سازمان د اعلامیې پر بنسټ، که چېرې د دغه وایروس د مخې ډب کولو په تړاو اړین ګامونه پورته نه شي، نو په نورو هیوادونو کې به ټولیزه روغتیا هم له ګواښ سره مخامخ شي.
د دغه سازمان اعلامیه کې راغلي چې: "د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې ۶۰ سلنه د ماشومانو کوزڼ ناروغۍ د wild poliovirus په نامه د ویروس له کبله ده، او داسې ډېر شواهد شته، چې مسافرو د دې ویروس په لیږدولو کې برخه اخیستې ده".
لس هېوادونه
"خو دغه وایروس په هغه فصل کې، چې د خپرېدو امکان یې کم وي، په ۲۰۱۴ کال کې تر اوسه له درو هېوادونو لسو هېوادونو ته سرایت کړی په اسیا کې (له پاکستان افغانستان ته)، په منځني ختيځ کې (له سوریې عراق ته)، په مرکزي افریقا کې (له کامیرون څخه ګیني ته).
دا وضعیت د تیر کال له وضعیت سره په یوه ښکاره تضاد کې دی، دې ته په پام سره چې په دې فصل کې دا ډول ناروغۍ په چتکۍ سره خپریږي د روغتیا نړیوال سازمان دې پريکړې ته رسېدلی چې یوازې ګام اخیستل به بې اغیزې وي او د دغه ویروس له منځه وړلو لپاره باید نړیوالې هڅې چټکې شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې زیات هېوادونه په دې ویروس اخته نه دي، خو جنګ او ناکراري، د عمومي واکسیناسیون پروګرام ته زیان رسوي او ترڅنګ یې د ګوزڼ قوي ویروس (wild poliovirus) سره مخامخ هم دي.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې لسو هېوادو غوښتي چې بیړنی حالت اعلان کړي او ټول اوسیدونکي (او هغه وګړي چې له څلورو اونیو زیات وخت په همدې هیواد کې اوسیدلي وي) مخکې له دې چې بهر ته سفر وکړي، د کوزڼ واکسین وکړي.
له یوه هیواد نه بل هیواد ته د دې ویروس د لیږد تر وروستیو نښو نښانو لیدلو شپږو میاشتو پورې به همدا وضعیت وي.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت اعلان وکړ چې د ماشومانو ګوزڼ د نړۍ په ۸۰ سلنه برخه کې له منځه تللی او دې ناروغۍ نښې نه لیدل کیږي خو ټینګار یې کړی و چې د ګوزڼ له منځه وړلو نړیوالې موخې لپاره به تر ۲۰۱۴ کاله کوټلي ګامونه پورته شي.
ویروس صادروونکي هېوادونه
په سوریه کې کورنۍ جګړې د دې لامل شوې چې ۱۴ کاله وروسته له هغه چې دې هیواد کې په پوره ډول دا ناروغۍ له منځه تللې وه بیا په کې ولیدلی شوه.
د واکسیناسیون په ټپه درېدل او د څو میلیونو کسانو بې ځایه کېدل په ګاونډویو هیوادونو کې د دې لامل شول چې په سیمه کې دا ناروغۍ زیاته شي.
له دې امله په اردن، مصر، د ترکیې په جنوب، عراق او لبنان کې د ګوزڼ ضد واکسیناسیون پیل شوی.
پاکستان یو له هغو لږو هیوادو دی چې د ماشومانو ګوزڼ په کې کم شوی.

د عکس سرچینه، AP
افغانستان هم د دې ناروغۍ له خپرېدو سره مخامخ دی، حال دا چې هر کال شاوخوا یونیم میلیون ماشومان د دوو هېوادو ترمنځ سیمو کې تګ را تګ کوي له دې امله دا دوه هیوادونه تل یو بل ته ناروغۍ لیږدوي او څېړنې ښيي چې ورته ویروس په دواړو هیوادونو کې د دې ناروغۍ سبب ګرځېدلی.
په داسې حال کې چې د افغانستان طالبانو د عصري طب له پرمختګونو سره مخالفت کم کړی، خو پاکستاني طالبان د ګوزڼ ضد واکسین په مخنیوي کې هم سخت دریځي کوي.
پاکستاني طالبانو څو ځلې د واکسین پر کمپاین کوونکو بریدونه کړي او ان ځینې کسان یې وژلي هم دي.








