"د تښتول شویو نجونو په پلوي مظاهرې مه کوئ"

د نایجېریا په پلازمېنې ابوجا کې پولیسو د ښوونځیو د هغو کابو دوو سوو نجونو په پلوۍ پر مظاهرو بندیز لګولی، چې د بوکو حرام سخت دریځې ډلې لخوا په تېر اپرېل کې تښتول شوې دي.
په دغه ښار کې له هماغه وخته راهیسې تر اوسه په ورځني ډول پر حکومت باندې د فشار راوړلو لپاره مظاهرې کېدې، چې د تښتول شویو نجونو د راخوشې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي.
پولیس وايي، پر دغو مظاهرو یې اوس ځکه بندیز لګولی چې په وینا یې د سیمې اوسېدونکو ته جدي ګواښونه پېښوي.
خو د دغو نجونو د راخوشي کېدو غوښتونکي فعالان له محکمې غوښتنه کوي، چې د مظاهرو د روان ساتلو اجازه ورکړي.
په ابوجا کې د بي بي سي یو خبریال وايي، مظاهره چیان وروستیو ګامونو ته د حکومت د هغه چال د یوې برخې په توګه ګوري چې له مخې یې د دوی غلي کول غواړي.
زیاتره چارواکي پر دې اند دي، چې د ډېر فشار له کبله دغه نجونې د تښتوونکو له خوا له ګواښ سره مخامخېدلی شي.
د نایجیریا پوځ په کور د ننه او بهر کې د دغو نجونو د خلاصون لپاره د همکارۍ او ملاتړ غږ کړی و.
همدارنګه د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د نجونو تښتونه په کلکو ټکو غندلې وه او له ټولې نړۍ یې د بوکو حرام اسلامپالې ډلې پر وړاندې د جدي ګام اخيستو غوښتنه کړې وه.
د اسلامي هېوادونو مشرانو هم د بوکو حرام اورپکې ډلې دا کار په کلکو ټکو غندلی و.

د عکس سرچینه، REUTERS
د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامرون ویلي وه چې دوی نایجېریا ته د کارپوهانو یو ټیم استوي چې د سپوږمکیو نه د تر لاسه شویو عکسونو او د څرک لګولو د نورو ټیکنالوژیو سره د تښتول شویو نجونو په پلټنه کې مرسته وکړي.
دغه نجونې د تېر اپریل پر ۱۴ هغه مهال د هېواد له شمال ختيځ چیبوک کلي وتښتول شوې، چې پر ازموینې بوختې وې.
وسله والو ښوونځی کلابند کړی او ۲۰۰ نه زیاتې نجونې یې په زور موټرو ته وخېژولې او یوه نامالوم ځای ته یې یووړې.
د نایجیریا حکومت پر ضد ۲۰۰۹ کال کې د بوکوحرام سخت دریځو له تاوتریخوالي ډکو فعالیتونو پیلېدو او ځوابي جګړو کې تر اوسه زرګونه کسان وژل شوي دي.








