مصریان هڅول شوي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي

د عکس سرچینه، Reuters
وروسته له هغه چې مصري چارواکو چې د پوځ له خوا یې ملاتړ کېږي د رایې اچونې بهیر وغځاوه په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نن دریمه ورځ ده.
په ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون ښايي د پخواني پوځي مشر عبد الفتاح السیسي مشروعیت چې تمه کېږي له خپل سیال حمدین صباحي نه په اسانۍ ټاکنې وګټي له ګواښ سره مخامخ کړي.
دغه متقاعد فیډمارشال تېرکال د جولای په میاشت کې ولسمشر محمد مرسي له واکه لری کړ.
نوموړي له هماغه راهیسې د اخوان المسلمین ګوند سره په شخړو کې ښکیل دی.
اخوان المسلمین ګوند له اوسنیو ټاکنو سره پریکون کړی او ویلي دي چې "دا ټاکنې د وینو ټاکنې دي".
دغه راز یو شمېر لیبرال او سیکولر فعالانو له مدني حقونو نه د سرغړونو په اعتراض په ټاکنو کې د نه ګډون ویلي دي.
په همدې حال کې د انتخاباتو کمېسیون وايي د رایې اچونې بهیر په دې خاطر غځول شوی چې هغه کسان هم خپلې رایې وکاروي چې د خپلو اوسېدو په سیمو کې د محدیتونو له امله یې تراوسه خپلې رایې نه دي کارولي.
د انتخاباتو کمېسیون وايي ښايي هغه کسان جرمانه شي چې له رایې ورکولو ډډه کوي.
له پلازمېنې قاهرې نه رپوټونه وايي چې چارواکي ډېرې هلې ځلې کوي چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر شي.
السیسي او اخوان المسلمین
ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالفتاح السیسي ویلي وو که په ټاکنو کې بریالی شي نو د اخوان المسلمین ګوند جرړې به وباسي.
د ښاغلي السیسي په وینا د هغه د وژلو دوې هڅې یې شنډې کړې دي.
نوموړي له یوې ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو، د مصریانو عزم دی دې ته اړ کړ چې ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي چې په وینا یې"دا د خلکو غوښتنه وه، د عامو مصریانو غوښتنه وه".
السیسي چې د محمد مرسي له خوا د دفاع وزیر ټاکل شوی و د مخکني منتخب ولسمشر مرسي پرضد یې پوځي کودتا وکړه او محمد مرسي یې بندي کړ.
د مرسي له لیرې کېدا وروسته د مصر په ناامنیو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او د اخوان المسلمین ګوند زرګونه غړي او پلویان نیول شوي او بندیان شوي دي.
په وروستیو کې د مصر واکمن نظام اخوان المسلمین ګوند د ترهګرو ډلو په لیست کې راوست.
کابو دوه لکه امنیتي کسان په ټول هېواد کې د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت خوندي کولو په موخه ګومارل شوي دي.








