بلوچستان کې نامعلومو بریدګرو اته سرتېري وژلي

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د نامعلومو وسله والو کسانو ډزو کې د نیمه پوځي ځواک اته سرتېري وژل شوي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي سکرتر اکبر دراني بي بي سي ته وویل، د یکشنبې په ګهیځ اوډ سیمه کې نامعلومو کسانو د لیویز پر پوسته برید وکړ.
د نوموړي په وینا له پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو نیولو لپاره هڅې روانې دي.
نوموړي اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، نامعلومو وسله والو د یکشنبې په ګهیځ د لیویز پر پوسته برید وکړ.
د هغه په وینا ټپي کسان روغتون ته لېږدول شوي او د روغیتايي حالت له ښه کېدو وروسته به ورنه پوښتنې ګریوږنې وشي.
د استخباراتي ادارې یوه ځايي کارکونکي اې ایف پي ته منلې، چې برید شوی، خو وايي تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.
بلوچستان کې د پروېزمشرف حکومت له مهاله حالات خورا کړکېچن دي او دغه تاوتریخوالی هغه مهال نور ډېر شو، چې د ادعا شویو عملیاتو په بهیر کې بلوڅ قومي مشر اکبر بکټي ووژل شو.
له هغه راهیسې دغه ایالت کې تاوتریخوالی دوام لري، د تاوتریخوالي لړ کې یو شمېر کسان بې درکه شوي او وروسته یې جسدونه موندل شوي دي.
نوموړې سیمه د کراچۍ او کوټې تر منځ لویې لارې پر سر پرته ده، خو پرمختایيي کارونه پکې خورا لږ تر سره شوي دي.








