د لیبیا بنغازي نښتو کې ۲۴کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د لیبیا بنغازي کې د ملېشو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې لږترلږه څلورویشت کسان وژل شوي او تر ۹۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
د سختې نښتې له کبله د ښار هوايي ډګر تړل شوی دی.
عیني شاهدان وايي، د یاغي ډلې د مشر حفتر جنګیالیو د جنګي الوتکو په همکارۍ د فبرورۍ د اوولمسې لېوا پّ نامه د یوې اسلامپالې ډلې د یوې اډې د له منځه وړلو په موخه جګړه پیل کړې ده.
حفتر په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي د واکمنۍ په ړنګېدو سره له واکه لیرې شو.
اسلامپالو جنګیالیو په جګړه کې د الوتکو ضد وسلې کارولې دي.
د هوايي ډګر تړل
د لیبیا چارواکو د بنغازي په ختيځه برخه کې هوايي ډګر هم د سختې جګړې له کبله تړلی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د دغه هوايي ډګر مشر ابراهیم فرکاش رویټرز خبري اژانس ته ویلي "د مسافرو د سلامتیا په خاطر مو هوايي ډګر وتاړه؛ ځکه چې په ښار کې خونړۍ جګړه ده، بېرته پرانیستل به یې د وضعیت پر ارامېدو پورې تړلي وي".
"د بنغازي پاکول "
فرانس پرېس خبري اژانس په بنغازي کې د خپل خبریال له قوله ویلي، د بنغازی په سوېلي "سیدي فراج" سیمه کې دواړو ښکېلو غاړو نښته کړې ده.
د حفتر ډله ځان "ملي پوځ" بولي، چې د ویاند محمد الحجازي په خبره یې دغې ډلې "پراخ عملیات پیل کړي چې بنغازي له (ترهګرو) ډلو پاک کړي".
د لیبیا لوی درستیز عبدالسلام جادالله الصالحین دا نه مني چې ګني پوځ د بنغازي جګړه کې ښکېل دی، خو ځینو دا اړدوړ د انقلاب یوه هڅه بللې ده.
د لیبیا یو شمېر حکومتي ځواکونه د حفتر په مشرۍ له جنګیالیو سره یوځای شوي، چې په وروستیو کې یې د بنغازي امنیت خراب کړی.
خو د تېرې جمعې پر مازدیګر نښتې یوڅه کمې وې.
په لیبیا کې ملېشې هڅه کوي، چې د حکومت تر کنټرول بهر وسله وال فعالیتونه ولري، خو دا کار د ډېرو په اند د لیبیا پر څپ څپانده کولو تمامېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service








