مشهور کولمبیايي لیکوال ګبریل ګارسیا مارکېز ومړ

د عکس سرچینه، Reuters
د نوبل جایزې ګټونکی مشهور کولمبیايي لیکوال ګبریل ګارسیا مارکېز، چې د ادب له لارې یې د لاتینې امریکا ضد و نقیض حالات او ښکلا په نړۍ کې د میلیونونو خلکو ذهنونو ته رسولې په مکسیکو ښار کې په خپل کور کې مړ شوی دی.
نوموړي ۸۷ کاله عمر درلود. ګبریل ګارسیا مارکېز په ۱۹۸۲ کال کې د نوبل ادبي جایزه ګټلې وه.
نوموړي په ادب کې د جادويي ریالېزم د پیلولو له کبله ډېر شهرت تر لاسه کړ چې په ترڅ کې یې د ژوندانه له عادي پېښو سره غیر عادي جادويي عناصر په هنري ډول ګډېږي.
د نوموړي د نورو ناولونو په ګډون' ۱۰۰ کلن یوازېتوب ' او ' د کلورا د مهال مینه ' د نړۍ لسګونو ژبو ته ژباړل شوي او میلیونونه ټوکه پلورل شوي دي.
روبین پیلایو په سویلي کنیکټیکټ پوهنتون کې د هسپانوي ژبې او د لاتینې امریکا د ادب پروفیسر دی، چې د ګبریل ګارسیا مارکېز ژوندلیک یې هم لیکلی دی.
' هغه موضوعات، مفاهیم او کرکټرونه چې ده په خپلو اثارو کې رامنځته کړي په حقیقت کې ډېر خیالي نه بلکې واقعي وو.
د ده مرګ یوه ستره ضایعه ده. په دې کې شک نشته، د سوېلي امریکا د هسپانوي ادب لپاره چې ده څومره کار کړی، بل هېچا نه دی کړی.
نوموړي یوازې د لوړې طبقې د خلکو لپاره لیکوالي نه ده کړې او نه هم یوازې د بېوزلو او منځني پوړ د خلکو د خوښې لیکوال و. هغه د ټولو خلکو لپاره لیکوالي کړې او دا د ده مهمه ځانګړتیا ده.'
له مسکیکو سټي نه د بي بي سي خبریال ویل ګرانټ په خپل رپوټ کې کاږي، چې د نوموړي د مړینې له کبله یې د پلرنی ټاټوبي کولمبیا اوسېدونکو تر څنګ د مکسیکو اوسېدونکي هم ویرجن دي، ځکه نوموړی له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې همدلته اوسېده.








