د نوبل جایزه ګټونکې برتانوۍ ومړه

د ادبیاتو د نوبل جایزې پخوانی ګټونکې برتانوۍ ناول لیکونکې دوریس لیسنګ د ۹۴ کلونو په عمر ومړه.نوموړې د شلمې پېړۍ په انګریزي ژبه کې یوه وتلې لیکواله وه.
د هاربر کولینز خپرندویې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې لیسنګ لندن کې پخپل کور کې مړه شوې ده.
خو د هغې د شاهکارونو وکیل جونتن کلوز ویلي چې "هغه یوه باهمته لیکواله وه،تیز او اختراعي ذهن یې درلود.د هغې مړینې یوه لویه ضایع ده".
لیسنګ د ۱۹۱۹ کال د اکتوبر پر ۲۲مه د اوسني ایران فارس کې زیږېدلې وه، په رودیسیا یا اوسنۍ زیمبابوې کې لویه شوې ده.
بیا برتانیا ته په دېرش کلنۍ لېږدېدلې ده.
هغې د تېرې پېړۍ پنځوسمو او شپېتمو لسیزو پرمهال پخپلو لومړنیو کیسو او ناولونو کې هغه مهال چې په افریقا کې وه، د سپین پوستو ښکېلاک ګرو کړنې غندلې وې،چې د تور پوستو د شړلو هڅې یې کولې.
همدا وه چې د سپین پوستو تر واکمنۍ لاندې سوېلي افریقا ته د لیسنګ پر ورتګ بندیز ولګول شو.
لیسنګ پخپلو لیکنو کې، چې شمېر یې ۵۵ ناولونو او لنډو کیسو ته رسېږي، د کورنۍ پر رول او په ټولنه کې د وګړو پر رول ډېر پام ورټول کړی دی.








