د نوبل جایزې ګټونکی ایرلنډی شاعر ومړ

د ایرلنډ رسنیو د جمعې په ورځ د ۱۹۹۵ کال د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکي ایرلنډي شاعر شیموس هیني د مړینې خبر خپور کړ.
نوموړی په څلور اویا کلنۍ کې له دې نړۍ وکوچېد.
د هغه کورنۍ د ده مړینه تایید کړې ده.
د هیني روغتیايي وضعیت په وروستیو کې مخ پر ځوړ و.
شمالي ایرلنډ کې زیږېدلی شیمس هیني د ایرلنډ پلازمېنې دبلن یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.
هیني په ۱۹۳۹ کال د شمالي ایرلنډ تومبریدج کلي کې زیږېدلی، چې بیا وروسته بیلاګي کلي ته ماشومتوب کې لېږدېدلی.
هغه تر شعر ویلو مخکې یو ښوونکی و، خو ټیک اتلس کاله مخکې یې د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله.
نوموړي ته بیا وروسته نورې ډېرې جایزې هم ورکړل شوې.
هیني ۱۲ شعري ټولګې رایستلې دي، چې لومړۍ هغه یې د ۱۹۶۶ کال "د طبیعت نړۍ مړینه" او "شاقول" په نومونو ټولګې دي.
په ۱۹۹۵ کال شیموس ته د هغه د ادبیاتو د خواریو او هاند له برکته د نول جایزه ورکړل شوه.
نوموړی د انګلیسي ژبې له وتلو شاعرانو هم دی، چې د ۱۸۹۸ او ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ یې اکسفورډ پوهنتون کې د ادب د استاد په توګه تدریس کړی.
شیموس درې اولاده لري.








