د کولمبیا مرستیال ولسمشر د سپي له کبله د سفارت څوکۍ رد کړه

د عکس سرچینه، BBC World Service
د کولمبیا اوسني مرستیال ولسمشر انجیلینو ګارزون برازیل کې د خپل هېواد د سفیر په توګه له دې کبله غوښتنه رد کړه، چې ګني سپی هلته له ګرمې هوا سره ناشنا دی.
نوموړي له "سیمانا" مجلې سره په مرکه کې ویلي چې برازیل کې هوا د هغه د سپي د روغتیا لپاره زیان رسوي.
د کولمبیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریا انجیلا ګولګوین برازیل دې له دې کبله د بښنې حال ورکړی.
برازیل د کولمبیا یو لوی سوداګریز ملګری دی.
ګارزون هم د کولمبیا ولسمشر ته یو لیک استولی چې ګني د سفیر په توګه دنده د کورنیو او شخصي عواملو له کبله نه شي منلی، خو د سپي په اړه یې هېڅ یادونه نه ده کړې.
هولګوین دا کار ډېر اندېښمنوونکی بللی، خو وايي چې د شوې پرېکړې په اړه نهیلې شوې او غمجنه ده:
''کله چې سړی د شخصي ستونزو په اړه غږېږي، نو اټکل کېږي چې شاید تر دې هم لویه خبره وي، خو ښکاري چې هغه د برازیل پر اهمیت نه پوهېږي".
هولګوین وايي چې د ګارزون بښنه لاتینه امریکا کې د کولمبیا د شان او شوکت په زیان تمامېږي.
ګڼ وېښتان لرونکی سپی
اووه شپېته کلن ګارزون وړاندې ویلي وو چې د ولسمشر خوان مانویل سانتوس د مرستیال کېدو لپاره د بیا انتخابولو شوق نه لري.
هغه په "سیمانا" مجلې سره په مرکه کې ویلي وو چې که وغواړي د بوګوټا او یا کالي ښارونو د ښاروال څوکۍ ته به ځان کاندید کړي:
د "سیمانا" مجلې یوې خبریالې ماریا جیمینا دوزان ویلي " د ګازون د بښنې ترشا په قاطع ډول قانع کوونکي نه دي".
ګارزون یې مقابل کې ویلي چې "د سفارت څوکۍ مې ځکه رد کړه چې زما د سپی ګڼوېښتان دي، او برازیل کې یې ګرمه هوا روغتیا ته زیان رسوي".
هغه وړاندې هم ویلي وو چې "سپی د حکومت ملکیت نه دی، خو له انجیلینو ګارزون سره باید هرځای ته ولاړ شي".








