سوريه: احمد جربا د درنو وسلو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
په سوریه کې د مخالف ايتلاف مشر احمد جربا په مخکښو نړیوالو مرسته کوونکو غږ کړی چې د سوریې آزاد پوځ ته د درنو وسلو په استولو کې په خپلو ژمنو ودرېږي.
ښاغلي جربا بي بي سي ته ویلي سعودي عربستان او لویدیځ ملاتړو یې ژمنه کړې وه که د سوریې حکومت په جنیوا کې په وروستیو خبرو اترو کې پاتې راغی د سوریې ازاد پوځ ته به نورې وسلې واستوي.
ښاغلي جربا دغه څرګندونې په استانبول کې د سوریې د کورنۍ جګړې د دریمې کلیزې په مناسبت غونډه کې وکړې.
ده د جنیوا د خبرو د ناکامۍ په اړه وویل د امریکا متحد ایالاتو، سعودي عربستان او د ده د ائتلاف نورو ملاتړو د ولسمشر اسد حکومت د دغو خبرو په ناکامۍ پړ بللی.
تر دې وړاندې دوه ځله د سويس په جنيوا کې د سوري حکومت او مخالفانو ترمنځ خبرې وشې، خو دواړه بې پايلې وې.
مخالف ايتلاف پرته له قيد او شرط نه د ولسمشر بشار الاسد داسې لرې کېدل غواړي، چې په راتلونکي حکومت کې ونډه ونه لري.
خو بشار الاسد وايي تر هغه چې خلکو ترې نه وي غوښتي واک د ده په ټکو (ترهګرو) ته نه پرېږدي.
وروستي راپورونه وايي چې د جګړې له امله ميليونونه سوري ماشومان اغيزمن شوي او لسګونه زره يې له زده کړو بې برخې شوي دي.
له ۲۰۱۱ کال راهيسې په سوريه کې د پاڅون له پيل راهیسې دغلته له ۱۰۰زرو ډېر کسان وژل شوي او ميليونونه نور ګاونډيو هېوادونو ته کډه شوي دي.








