د اسلام اباد یوې محکمې کې خونړی ځانمرګی برید

په وژل شویو کې قاضي او مدافع وکیلان هم دي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، په وژل شویو کې قاضي او مدافع وکیلان هم دي.
    • Author, طاهرخان
    • دنده, اسلام آباد

د پاکستان اسلام اباد یوه محکمه کې ځانمرګي برید لږترلږه یوولس کسان وژلي او تر شلو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

برید د دوشنبې پر ګهیځ شاوخوا اته نیمې بجې د اسلام اباد سیکټر ایف ایټ کې شوی دی.

یوه امنیتي چارواکي وايي، چې هلته دوه ځانمرګي برید کوونکي ننوتي وو، خو عیني شاهدانو ویلي، چې تر دوو ډېر ځانمرګي وو.

ویل کیږي، چې په وژل شویو کې قاضي او ګڼ نور قانونپوهان هم دي.

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

دا برید ټیک یوه اونۍ وروسته تر هغه شوی، چې پاکستاني طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو وړاندیز کړی و.

په اسلام اباد کې ډېر کمبریدونه کېږي، چې د پاکستان د نورو سیمو په پرتله یې امنیت څه – ناڅه خوندي دی.

د پولیسو یوه چارواکي نبي عوان ویلي، ځینې وسله وال ودانۍ ته په زور ننوتل او هلته یې پر قاضیانو او مدافعینو ډزې پیل کړې.

له دوی سره لاسي بمونه هم وو.

د پاکستان تلوېزیون د برید له سیمې انځورونه خپاره کړي، چې خلک په کې د مړو او ټپیانو پر لېږد بوخت دي.

۲۴ ټپیان نژدې روغتونونه ته لېږدول شوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ۲۴ ټپیان نژدې روغتونونه ته لېږدول شوي.
پولیسو سیمه کلابنده کړې او د برید په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، پولیسو سیمه کلابنده کړې او د برید په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.
امنیتي چارواکو ویلي، دوو ځانمرګو برید کړی، خو عیني شاهدانو یې شمېر ډېر بللی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، امنیتي چارواکو ویلي، دوو ځانمرګو برید کړی، خو عیني شاهدانو یې شمېر ډېر بللی.