اسرائیلي پولیسو امریکایی بندي وژلی

ساموئل شینبین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ۳۴ کلن ساموئل شینبین، د امریکا مریلند ایالت کې کلونه مخکې د و‌‌ژلو په تور په اسرائیلو کې محاکمه شو او په ۲۴ کلونو بند محکوم شو.

د اسرائیلو امنیتي ځواک ویلي، یوه امریکايي الاصله اسرائیلي ځوان چې د تل ابیب په شمال کې بندي و، د یوې وسلې په ترلاسه کولو سره په ساتونکو ډزې کړې چې د ځوابي ډزو په پایله کې خپله برید کوونکی ووژل شو.

۳۴ کلن ساموئل شینبین، د امریکا مریلند ایالت کې کلونه مخکې د و‌‌ژلو په تور په اسرائیلو کې محاکمه شو او په ۲۴ کلونو بند محکوم شو.

د اسرائیلو پولیس وایي، کله چې دغه بندي وسله پیدا کړه، د زندان پر ساتونکو یې ډزې وکړې، درې ساتونکي یې ټپیان کړل، چې د یوه ټپي وضعیت د اندېښنې وړل ښودل شوی.

دا پېښه د تل ابیب په شمال کې د ریمونیم په زندان کې پېښه شوی ده.

په دی پېښه کې د ترهګرۍ ضد امنیتي ځواک برخه واخیسته او د ډزو په وسیله يي دغه بندي وواژه.

ساموئل شینبین په ۱۹۹۷ کال د امریکا مریلند ایالت کې د یوه ۱۹ کلن ځوان په وژلواو بیا یې په برقي ارې د هغه د هډونو غوڅولو تورن شو.

شینبین په هغه وخت کې ۱۷ کلن و.

امریکایي چارواکو د هغه د ورسپارلو ډېره هڅه وکړه خو اسرائیلو یې غوښتنه رد کړه.

دا قضیه د دوو ستراتژیکو متحدینو ترمنځ د ترینګلتیا لامل شوه، او د امریکا قانون جوړونکو په هغه وخت کې خبرداری ورکړی و، چې له اسرائیلو سره به یوطرفه مرستې بندې کړي.

په ۱۹۹۹ کال د اسرائيلو محاکمې دغه امریکایی الاصله اسرائیلي د قتل په تور په ۲۴ کالو بند محکوم کړ او اسرائیلو هم ومنله چې د تورنو کسانو د ورسپارلو د قانون په هکله له سره پرېکړه وکړه.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې هغه څنګه وتوانېد د زندان په دومره سختو امنیتي تدابیرو سره وسله ترلاسه کړي.