اسراییل: د اریل شارون روغتیايي حالت ښه نه دی

هغه روغتون چې د اسرایيلو پخواني لومړي وزير اريل شارون درملنه کوي، بي بي سي ته ويلي چې حالت يې سخت شوی دی.
د اسرایيلو رسنيو راپور ورکړی چې دی د پښتورګو له بې کاره کېدو رنځېږي.
اريل شارون چې ۸۵ کلن دی، په ۲۰۰۱ کال کې د اسرایيلو لومړی وزير شو، خو د ۲۰۰۵ کال دسمبر کې پرې يوه کوچنۍ حمله راغله، او بيا په ۲۰۰۶ کال کې له دوهمې لویې حملې وروسته له تېرو نژدې ۸ کلونو راهيسې په کوما يا بې هوښۍ حال کې دی.
دا چې د منځني ختيځ دريو جګړو کې جنګېدلی، ښاغلی شارون د ډېرو اسرایيليانو له درناوي برخمن دی، خو فلسطينيان ترې سخته کرکه لري.
په ۱۹۸۲ کال کې چې دی د اسرایيلو دفاع وزير و، پر لبنان يې د اسرایيلو يرغل مشري وکړه.
د دغه يرغل پر مهال د لبنان مسيحي ملېشې چې د اسرایيليانو ملګري وو، د اسرایيلو تر ولکې لاندې يې د بيروت کډوالو کمپ کې سلګونه فلسطينيان په ډله ييزه توګه ووژل.
په ورپسې کال د اسرایيلو يوه پلټونکي کمېسيون په ډاګه کړه چې د دغه ټولوژنې ترسره کېدو ته په لار هواري کې دی شخصي مسووليت پر غاړه لري.
خو له دې سره ۱۸ کاله وروسته دی د اسرایيلو لومړی وزير وټاکل شو او ژمنه يې کوله چې "امنيت او رښتينې سولې" ته درسېدو لپاره به کار کوي.
اريل شارون په نيول شويو فلسطيني مځکو کې د يهودي مېشت ځايونو پلوی و او په لوېديځه غاړه کې يې لانجمن دېوال جوړلو کار هم پيل کړ.
په ۲۰۰۵ کال کې يې د اسرایيلو دننه له کلک مخالفت سره له غزې تړانګې د اسرایيلي ځواکونو او مېشتو شويو يهودانو يو اړخيزو ايستلو امر هم ورکړ.








