اسرائيل د شارون مړینې مراسمو ته چمتووالی نیسي
په اسرائیلو کې د دغه هېواد د مخکني لومړي وزیر اریل شارون تر مړینې وروسته اوس خاورو ته د هغه د سپارلو لپاره چمتووالی نیول کېږي.
اریل شارون د تېرې شنبې په ورځ تر اته کلنې کوما وروسته د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.
خاورو ته د اریل شارون د سپارلو عمومي مراسم د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي، خو د دوشنبې په ورځ به خاورو ته وسپارل شي.
ښاغلی شارون په اسراییل کې د پوځي او سیاسي ډګر یوه مخکښه څیره وه خو د کار موده یې له ناندریو هم ډکه وه.
له تېرو اتو کلونو راهیسې د هغه درملنه له تل ابیب بهر د شیبا په نامه روغتیايي مرکز کې روانه وه.
په پام کې ده چې نوموړی روغتیايي مرکز ژر د ښاغلی شارون د مړینې په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ ډاکټرانو ویلي وو چې د ښاغلي شارون روغتیايي حالت مخ په خرابېدو دی.

د عکس سرچینه، Reuters Israels Defence Ministry
ډاکټرانو اعلان کړی و چې د ۸۵ کلن اریل شارون د بډوډو په ګډون د بدن ډېر غړي په سمه توګه فعالیت نه کوي.
ډاکټرانو ویلي چې د هغه روغتیا ورو ورو خرابېده.
نوموړي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې له سکتې کولو وروسته تراوسه په کوما کې په داسې حال کې ساتل شوی و چې اعصابو یې کار نه کاوه.
اریل شارون په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د اسراییلو صدراعظم شو.
د فلسطینیانو او اسراییلو په تاریخ کې اریل شارون توانېدلی و چې پر ستونزمنو حالاتو لاسبری شي.
د بېلګې په توګه، په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د فلسطینیانو پر پاڅون.
هغه له دې امله او له فلسطینیانو سره د سولې د خبرو له ناکامېدو وروسته د اسراییلو د پوځي اقداماتو له کبله په خپلو خلکو کې محبوب و.
ډېری اسراییلیان اریل شارون په ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو کې د جګړو یو اتل بولي.
اريل شارون د يوه پولنډي زوى و چې لومړى قفقاز او بيا فلسطين ته وکوچېد.
غبرګونونه
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي د اسراییلو خلک به اریل شارون د تل لپاره یاد وساتي.
روغتون کې د وينا پرمهال د ښاغلي شارون زوى گېلاد وويل: "هغه مړ شو، هغه داسې مهال لاړ چې د تللو پرېکړه يې وکړه".
د اسراييلو يوه دولتي وزير يوفال شتاينتز وويل چې اسراييلو خپل يو ستر مشر او پياړى سرتېرى له لاسه ورکړ.

د عکس سرچینه، BBC World Service
منځني ختيځ ته د امريکا پخوانۍ استازې دېنس روس بيا بي بي سي ته وويل له دې سره سره چې ښاغلى شارون د يو لړ لانجمنو کارونو په ترسره کولو شهرت درلود خو هغه ځینې داسې زړور گامونه هم اوچت کړي چې ډېر لږ کسان يې وړاندوينه کولاى شي.
د بیروت قصاب
که څه هم ښاغلى شارون د اسراييلو لپاره يو ستر شخصيت و خو د صبرا او شتيلا په پنډغالو کې د فلسطينيانو د ډله ييزې وژنې له کبله فلسطينيان يې د"بيروت قصاب بولي."
د فلسطين يوه مخکښ مشر ډاکتر مصطفى برغوثي د شارون بل ډول ارزونه کړې او بي بي سي ته يې ويلي دي چې هغه فلسطينيانو ته ښه يادونه نه دي پرې اېښي.








