هم لور ورکوي هم ۱۳۰ میلیون ډالر

د عکس سرچینه، AP
د هانګ کانګ یوه شتمن سیسیل ګیګي چاو هر هغه چا ته د ۷۲ میلیون پاونډو ورکول تر زړه ایستلي، چې د هغه له لور سره واده وکړي.
د "<link type="page"><caption> ساوت چینا مارنېنګ پوسټ</caption><url href="http://www.scmp.com/news/hong-kong/article/1415791/dear-daddy-you-must-accept-im-lesbian-gigi-chao-pens-plea-open-letter" platform="highweb"/></link>" په نامه ورځپاڼې لیکلي چې د ښاغلي چاو لور جیجي نرښځۍ ده.
د هانګ کانګ دغه میلیاردر په ۲۰۱۲ کال کې د لومړي ځل لپاره د دغو پیسو نیمايي اعلان کړې وې .
د نوموړي له لور سره د واده کولو ته نژدې ۲۰ زرو کسانو اړیکه نیولې او غوښتنلیکونه یې ورکړي، خو لاهم د ښاغلي چاو لور دا ټولې غوښتنې رد کړې دي.
ښاغلی چاو بیا اړ شوی، چې د خپلې لور د ودولو لپاره بیا وړاندیز وکړي.

د عکس سرچینه، Xinhua
ګیګي چاو، چې یوه خیریه ټولنه هم لري او د همجنس بازانو برخه کې فعالیت کوي، پر خپل پلار نه ده په غوسه شوې، ځکه دا پوهېږي، چې پلار یې ښیرازي غواړي، خو پلار یې نه پوهېږي، چې لور یې همجنس بازه ده.
هغې ویلي، چې دا مني چې پلار یې مینه ورسره لري، او دا هم له خپل پلار سره مینه کوي، خو نه غواړي، چې له سړي سره واده وکړي.
د چین یادې ورځپاڼې ویلي، چې د چاو دې پرېکړې د هغه یوه ملګرې اندېښمنه کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، چې لاهم ښاغلي چاو ته دا معلومات نه شته، چې ګني لور یې جنسي تمایل نه لري.
ګیګي لا تر اوسه ۳۳ کلنۍ ته نه ده رسېدلې.
ګیګي چاو وايي، چې له خپل ملګري سين ایو سره یې د روان کال لومړیو کې فرانسه کې واده کړی.








