تېر کال تر یو میلیارد ډېر چټک تیلېفونونه خرڅ شوي

د عکس سرچینه،
یوه سروې ښيي، چې تېر کال په ګرده نړۍ کې تر یو میلیارد ډېر چټک تیلېفونونه (سمارټ فون) خرڅ شوي دي.
په چټکو تیلېفونونو کې د خرڅلاو ډېره برخه د سمسنګ کورنۍ وه.
د بازاري راکړې ورکړې د څېړنو IDC رکت له خوا خپره شوې سروې وايي، چې تېر کال ټول ټال ۱،۰۰۴ میلیارده سمارټ فونونه خرڅ شوي، چې د وړم کال په پرتله ۳۸ ډېروال ښيي.
د جنوري کوریا سمسنګ کمپنۍ موبایلونو د دغه خرڅلاو ډېره برخه خپله کړې وه، چې په دویم کتار کې اپل او بیا د چین هواوي شرکت راځي.
تېر کال د ګرځنده تیلېفونونو په پرتله سمارټ تیلېفونونه ډېر (۱،۸ میلیارد) خرڅ شوي وو.
د IDC رایان رایټ وايي: "د دغه خرڅلاو د ډېرېدو لوی لامل د چټکو تیلېفونونو د ښیښو (سکرین) لویوالی او د قیمت ټیټوالی دی، په دې کې مهم عامل یې د بیې ټیټوالی ښوول شوی دی".
"په چین او هند کې، د ګرځنده تیلېفونونو بیه د ۱۵۰ ډالرو ترمنځ ده".




