د واشنګټن او صنعا لاریونیان د ګوانتانامو تړل غواړي

د سپنې ماڼۍ مخې ته د بشري حقونو شلو بنسټونو له بارک اوباما د ګوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه وکړه.
له دې سره هم مهاله، د یمن صنعاء کې د امریکا سفارت مخې ته هم د ګوانتانامو زندان د ۱۲ کلونو په ورځ د ګوانتانامو مخکنیو بندیانو او د هغوی د کورنیو غړو هم مظاهره وکړه.
واشنګټن کې مظاهره کوونکو د ګوانتانامو زندانیانو په څېر نارنجي رنګه کالي اغوستي وو، او له ځانونو سره یې "ګوانتانامو وتړئ" شعارونه لېږدول.
د لاریون سمبالوونکو ویلي، چې دغه زندان باید وتړل شي، او ټول هغه بندیان خوشي شي، چې تر اوسه یې یو هم نه دی ثابت شوی.
پر ټولنیزو وېبپاڼو او ټویټر هم د اوسنیو بندیانو د کورنیو غړو او مخکنیو بندیانو دغه کمپاین ته کار کړی.
دوی ویلي، چې امریکا د ملکي ازادیو مخه نیولې ده.
دغه لاریونونه د ګوانتانامو زندان د ۱۲ کلونو پوره کېدو پر ورځ شوي دي.
ګوانتانامو د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خطرناک او داسې زندان بلل شوی، چې له کلونو راهیسې په کې بندیان ساتل کېږي.
د یمن مظاهره کوونکو ویلي، چې د کورنیو بندي غړي یې باید له دغه زندانه خوشي شي.
لاریون کوونکو د خپلو بندي شویو خپلوانو انځورونه لېږدول.
ګوانتانامو زندان کې دا مهال لږترلږه ۱۵۵ کسان بندیان دي، چې نژدې ۹۰ یې د یمن دي.
له دغو بندیانو ۵۶ ته یې بل ځای ته یا د خوشي کولو اجازه ورکول کېدونکې ده.
په تېرو ۱۲ کلونو کې دغه زندان کې نژدې اته سوه بندیان ساتل شوي دي.

دغه زندان د مخکني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی دی.
د امریکا اوسني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال د لومړیو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال ژمنه وکړه، چې تر یوه کال پورې به د ګوانتانامو زندان وتړي، خو دا زندان تر اوسه ناتړلی پاتې دی.
له ګوانتانامو زندانه له تېر اګست میاشتې راهیسې نهه بندیان خوشي شوي، چې درې یې د چین اویغور اوسېدونکي وو او سلواکیا ته ولېږدول شول.
د امریکا اداره په وروستیو کې له کانګرس سره یوې داسې پرېکړې ته ورسېده، چې پربنسټ یې له امریکا بهر د بندیانو پر لېږد بندیز لیرې کېږي.








