سوريه کې د ياغيانو خپلمنځي نښتو ۵۰۰ کسه وژلي

د راپورنو له مخې په سوریه کې په القاعدې پورې د تړلې ډلې (سوریه او عراق کې اسلامي دولت) او مخالفو ياغيانو ترمنځ نښتو کې ۴۸۲ کسه وژل شوي دي.
په برتانيا کې د بشري حقونو څار ډله وايي په وژل شويو کې ۸۵ ملکيان، ۲۴۰ ياغيان او په سوريه او عراق کې د اسلامي دولت (داعيش) ډلې ۱۵۷ جنګيالي شامل دي.
د څار ډلې په خبره داعيش په حلب ښار کې ۴۲ زندانيان وژلي، په داسې حال کې چې د دغې ډلې ۴۷ غړي بيا مخالفو ياغيانو وژلي دي.
په تېره يوه اوونۍ کې د سوريې په شمال کې چې د ياغيانو تر ولکې لاندې ده، په بېلابيلو سيمو کې جګړې شوې دي.
پر داعيش د بشري حقونو د سرغړونو سخت تورونه لګول شوي دي.
تاوتريخوالی، په عام محضر کې سزا ورکول او د سلګونه خبریالانو، کارکوونکو او لويديځوالو بندي کول هغه تورونه دي چې پر دغې ډلې لګېدلي دي.
د راپورونو له مخې تر دې وړاندې د حکومتي ځواکونو پلويانو د حمص ښار کلابندۍ د ماتوونکو ياغيانو لسګونه کسان وژلي دي.
د حکومتي رسنيو د راپورونو له مخې پوځ په يو ځل ۳۷ اورپکي وژلي او په نورو بريدونو کې زيات نور ياغيان هم وژل شوې دي.
د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې د سوريې په جګړه کې تر اوسه نژدې ۱۰۰زره کسان وژل شوي دي.
د سوريې پوځ له تېره يوه کال راهيسې په حمص کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کلابندۍ ته دوام ورکړی دی.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې چې د پلازمېنې دمشق په وروسته پاتې سيمو کې له ۵۰۰زره زيات کسان د ژوند سختې شېبې تېروي او ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.








