السیسي: که خلک وغواړي ولسمشرۍ ته درېږم

پوځ د ۲۰۱۳ کال په جولای کې ولسمشر مرسي له واکه لرې کړ
د عکس تشریح، پوځ د ۲۰۱۳ کال په جولای کې ولسمشر مرسي له واکه لرې کړ

د مصر حکومتي رسنيو د پوځ د مشر عبدالفتاح السيسي له قوله ويلي، که خلک ترې وغواړي او پوځ يې ملاتړ وکړي د ولسمشرۍ ټاکنو ته به ودرېږي.

يوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، ښاغلی السيسي داسې انګيري که خلک يې په پراخه کچه وغواړي، نوی غلی به پاتې نه شي.

د ځايي رسنيو تازه راپورونه ښيي، چې دغه جنرال د ولسمشرۍ سياليو ته سترګې نيولې دي.

د وروستيو څرګندونو په اړه راپورونه له هغه څو ورځې مخکې خپرېږي، چې ټاکل شوې د نوي اساسي قانون پر سر ټولپوښتنه وشي.

د پوځ دغه جنرال د پخواني ولسمشر د لرې کېدو تر شا اصلي ځواک بلل کېږي، او يو زيات شمېر خلک يې تر شا ولاړ دي.

پوځ د ۲۰۱۳ کال په جولای کې ولسمشر مرسي چې د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی و لرې کړ او پر ځای يې چارې موقت حکومت ته وسپارلې.

محمد مرسي او د اخوان المسلمين يو شمېر چارواکي او پلويان اوس له محاکمې سره مخامخ دي.

پر دوی تور دی چې په ۲۰۱۲ کال کې يې مظاهره چيان نيولي او وژلي دي، خو دوی دا تورونه رد کړي دي.

پخواني ولسمشر محمد مرسي په نومبر کې په محکمه کې وويل چې دی لا هم د مصر ولسمشر دی.

د پوځ له لوري له واکه د محمد مرسي له لرې کېدو وروسته په ټول مصر په ځانګړي ډول پلازمېنه قاهره کې پراخې مظاهرې وشوې.

خو د مصر امنيتي ځواکونو دغو زرګونه مظاهره چيانو ته په مرميو ځواب ورکړ، چې په نړيواله کچه د مصري پوځ دا کړنه وغندل شوه.