د چین یوه جومات کې ټېل ماټېل ۱۴ کسان وژلي

د چین په شمال لوېديځ نینګشیا سیمې یوه جومات کې د خلکو د ټېل ماټېل پرمهال لږترلږه څوارلس کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
پېښه پر ځایي وخت یوه بجه (ګرینویچ پنځه بجې) د یکشنبې په ورځ شوې ده.
د چین رسمي خبري اژانس وايي، دا پېښه په هغه سیمه کې رامنځ ته شوې، چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي.
چینايي رسنۍ د پېښې د څرنګوالي په اړه وايي، د ټېل ماټېل پېښه د سیمې په یوه جومات کې د یوه دیني شخصیت د کلیزې د لمانځلو پروخت د خوړو د وېش پرمهال رامنځ ته شوې ده.
دغه سیمه له ګویوان ښار څخه لوېديځ لوري ته نژدې ۶۰ کیلومتره لیرې پرته ده.
اوس د پېښې د پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده.
تلوېزیوني انځورونو کې د خلکو کالي او بوټان تیت پرک ښوول شوي.
رپوټونه وايي، د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښوول شوی.
په چین کې د (هوی) قوم وګړي د لږکیو مسلمانانو په ډله کې راځي.








