چينايانو ته د دوو ماشومانو لرلو حق ورکړای شو

چین په رسمي توګه د دغه هېواد د یوه ماشوم زيږولو پالیسۍ کې نرمښت راوستی او اوس چينايان کولای شي دوه ماشومان هم ولري.
د چین د کانګرس کمېټۍ یو داسې قرارداد تصویب کړی، که مور او پلار یو ماشوم ولري، دوی کولای شي دویم هم وزیږوي.
دغه اعلان په نومبر کې د کمونیسټ ګوند د لوړپوړو مشرانو له غونډې وروسته کېږي.
د يوه ماشوم زېږولو پاليسي کې نرمښت همدا اوس د چين په ځينو ايالتونو کې د عملي کېدو په حال کې دي.
يوه بله طرحه هم تصويب شوې چې له مخې يې کمپونو کې د جبري بيا زده کړو ختمولو وړاندیز هم تصویب شوی دی.
خو له دې ټولو سره خبريالان وايي د چين دا وړ سياستونو پر وړاندې په تدريجي ډول د خلکو مخالفتونه زيات شوي.
د چين مشران له دې اندېښمن دي، چې ګواکې د نفوسو ډېره برخه يې مخ په زړښت دی.
تر ۲۰۵۰ کال پورې به د چين يو پر څلورمه وګړي له ۶۵ کلونو زيات عمر ولري.
چين چې د نفوسو شمېر يې تر یو ميليارد لا پخوا اووښتی هڅه کوي د نفوسو ډېروالی کنټرول کړي.








