امریکا: که اکمالاتي لار نه پرانیزئ، مرسته نه شته

د امریکا پوځ د ۲۰۱۴ کال لپاره د خپلې بودیجې په تړاو ویلي، که چېرې اسلام اباد د ناټو اکمالاتي توکو وتلو ته د تورخم لارې بېرته پرانیستلو کې پاتې راشي، نو د ترهګرۍ پرضد امریکايي مرسته به پر اسلام اباد ودرول شي.
د امریکا د دفاع وزارت د قانون د یوې مصوبې له مخې پاکستان ته د ۲۰۱۴ کال د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره مرسته کموي.
دغه قانون د مشرانو جرګې له لوري تصویبېدونکی دی.
که چېرې دغه قانون تصویب شي، شاید د ختمېدونکي ۲۰۱۳ کال پرتله راتلونکی ۲۰۱۴ کال واشنګټن اسلام اباد ته د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره خپله مرسته کمه کړي.
په نوي قانون کې دا هم راغلي، تر هغو چې له افغانستانه د پاکستان له لارې دفاع وزارت ته د امریکا د پوځي اکمالاتو د پوره ستنېدو ډاډ نه وي ورکړل شوی، دغه مرستې به ځنډېدلې پاتې وي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان له چارواکو سره د تورخم د لارې پرانیستلو پر سر لاهم خبرې روانې دي.

هغه دا هم ویلي، د هوا له لارې د امریکايي اکمالاتو بېرته ستنول ممکن دي، خو په وینا یې ډېر ګران تمامېږي.
پوځي کارپوهان وايي، که چېرې د تورخم اکمالاتي لاره بنده پاتې شي، د امریکا پوځي توکو پر ستنولو به تر یو میلیارد ډېر ډالر لګښت راشي.
د پاکستان لپاره د امریکا پوځي بودیجه کې ځينې شرطونه هم اېښودل شوي.
د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته دا ویل هم غواړي، چې دغه مرسته پاکستان کې د القاعدې، د تحریک طالبان پاکستان، حقاني شبکې او د طالبانو د کوټې شورا د سخت دریځو غړو د ځپلو په شرط اسلام اباد ته ورکول کېږي.
کارنده ګامونه
د امریکا دفاع وزیر له پاکستانه دا غوښتنه هم لري، چې د افغانستان پر پوله پر امریکايي پوځیانو یا د افغانستان پر پوځ د اورپکو د بریدونو مخنیوي لپاره کارنده ګامونه واخلي.
تېره میاشت پاکستان ته د امریکا دفاع وزیر د خپل سفر په لړ کې لومړي وزیر نواز شریف ته ویلي وو، که چېرې خیبر پښتونخوا کې د ناټو اکمالاتي لار بنده پاتې شي، د پاکستان لپاره د کانګرس له لوري تصویبېدونکې مرسته شاید وځنډول شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو وروسته مظاهرې وکړې او افغانستان ته د ناټو اکمالاتي توکو هغه لار یې وتړله، چې زیاتره اکمالات یې له همدې لارې کېږي.
د خیبر پښتونخوا لارې تړل کېدو تر ډېره د امریکا هغو پوځي اکمالاتو ستنولو ته ستونزې جوړې کړې، چې له افغانستانه یې په تدریجي ډول وباسي.
د مهال وېش له مخې، افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال ترپایه ختمېدونکی دی.








