کاناډا چین ته په جاسوسۍ یو شکمن کس نیولی

کاناډايي پولیس وايي شکمن هوانګ یې چین ته د محرمو اسنادو د افشا کولو په تور نیولی دی.
د عکس تشریح، کاناډايي پولیس وايي شکمن هوانګ یې چین ته د محرمو اسنادو د افشا کولو په تور نیولی دی.

کاناډايي پولیسو یو شکمن سړی چین ته د کاناډا د ملي امنیت د پټو معلوماتو ورکولو د هڅې په تور نیولی دی.

د تورنټو پولیسو ویلي، چې ''د کینګ کنتین هوانګ په نامه نیول شوي شکمن چین ته د کاناډا د بېړۍ جوړونې د توکو په اړه د محرمو اسنادو ورکولو هڅه کړې ده''.

ویل کیږي چې ۵۳ شکمن د بېړۍ جوړونې یوه شرکت کې کار کاوه، چې غوښتل یې په یوازې سر دغه معلومات چین ته ورکړي.

که چېرې پر هوانګ لګېدي تورونه ثابت شي، شاید د عمري بند سزا ورکړل شي.

هوانګ د تېرې شنبې په ورځ تورنټو کې پولیسو نیولی دی.

اټکل دی، چې هوانګ به د راتلونکې چارشنبې په ورځ محکمه کې حاضر شي.

خو هڅه کېږي چې نوموړی به په ضمانت پرېښودل شي.

په تېره فبرورۍ کې، د کاناډا د سمندي ځواک استخباراتو یو افسر جیفري پاول دیلیسل ته له دې کبله د ۲۰ کلونو بند سزا ورکړل شوه، چې روسیې ته د پټو پوځي اسنادو په خرڅولو تورن شوی و.