د هالیووډ فلمي لوبغاړی پاول واکر ټکر کې ومړ

د هالیووډ فلمی لوبغاړی پاول واکر د لاس انجلیس شمال کې د موټر اوښتو پېښه کې ومړ.
نوموړي په فاسټ اینډ فیور نومي فلمونو لړۍ کې د خپل رول له کبله پېژندل شوې څېره وه.
د دغو فلمونو مرکزي موضوع پر سړکونو د غیر قانوني ګاډو ځغلول وو.
نوموړي هغه مهال ومړ، چې د سپرلۍ ګاډي یې د لارې له څراغ سره ټکر شو، وروسته یې یوه ونه وووهله او بیا پرې اور ولګېد. پاول دا وروستیو کې د دغې فلمې لړۍ په اوومه برخه کې رول لوبولی و.
۴۰ کلن پاول دغه راز په یو شمېر نورو جنګي فلمونو کې هم رول لوبولی و.
د هغه پر فیسبوک پاڼه لیکل شوي، چې نوموړی له خپل یوه ملګري سره په موټر کې و، چې ټکر یې وکړ.
واکر له ۲۰۰۱ کال راهیسې د "تېز او غوسه ناک" فلم کې اتلولۍ ډېر مشهور کړی و.
هغه په "ساعتونه" فلمونو کې کې هم لوبېدلی، چې اټکل و، روانه میاشت نندارې ته وړاندې شي.

د لاس انجلیس پولیسو ویلي، د پېښې د څرنګوالي پلټنه کوي، خو ښکاري چې د هغه موټر بشپړ سوځېدلی او په کې سپاره دوه کسان هم سخت سوځېدلي او مړه شوي دي.
نوموړی په بورش سپورت ډوله ګاډي کې سفر کاوه، چې ټکر یې وکړ.








