د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت

په چین کې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي د ختيځ ترکستان اسلامي حرکت بیجینګ کې د هغه تاوتریخوالي مسؤول وباله، چې لږترلږه د دوو سیلانیانو په ګډون پنځه کسان پکې ووژل شول.
دغه ډله د جلا غوښتونکو یوه کوچنۍ ډله ده، چې په سینکیانګ کې فعالیت کوي.
زیاتره غړي یې اویغور مسلمانان دي، چې د چین په لوېدیځ کې اوسېږي.
ختيځ ترکستان ته د سینکیانګ اویغور هم وايي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۰۶ کال دغه ډله "د جلا غوښتونکو اویغور په منځ کې تر ټولو ډیره وسله لرونکې ډله بلل وه".
ویل کيږي چې دغه ډله له چین د "ختیځ ترکستان" جلا کېدل غواړي.
رپوټونه وايي، چې د ختيځ ترکستان دغه اسلامي ډله د حسن محسوم په نامه د کاشغر اویغور یوه مسلمان وګړي په لاس په سینکیانګ کې جوړه شوه.
محسوم ته د یوه خطرناک ترهګر په سترګه کتل کېدل، چې ډېر ځلې چینايي چارواکو د هغه د نیولو هڅې کړې دي.
خو نوموړی په ۲۰۰۳ کال د پاکستاني ځواکونو له خوا ووژل شو.
بیا ددغې ډلې مشري د عبدالحق پرغاړه شوه، خو پاکستاني ځواکون هغه هم په ۲۰۱۰ کال وواژه.
د ختيځ ترکستان اسلامي حرکت کوم فعالیتونه کوي؟
دا لا څرګنده نه ده چې دغه ډله څومره فعالیت لري، خو داسې معلومات شته چې ګني سینکینګ پرې ډېر زیات بندیزونه لګولي دي.
چینايي چارواکي دغه ډله او نورې ورته ډلې په سینکیانګ کې د تاوتریخوالي مسؤول بولي، خو د دا ډول تورونو ثابتول ګران کار دی.
ځینې وخت داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې ګني هلته د سخت دریځۍ له کبله تاوتریخوالی نه رامنځ ته کیږي، بلکې له مذهبي او توکم پالنه یې لامل ګرځي.
د اویغور فعالین پردې باور دي، چې چین دغه ډله په اویغور کې د اوسېدونکو مسلمانانو د سرکوبه ساتلو په خاطر ځپي.
څارونکي وايي، داسې تمه نه کوي چې ګني دغه ډله په چین کې د ننه خطرناک بریدونه کوي.
د امریکا او نړیوالو رپوټونو له مخې، د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت په تېره نوي یمه لسیزه کې د خپ او ترپ ډېر بریدونه کړي.
په ۲۰۰۲ کال له قرغیزستان څخه چین ته د دغې ډلې دوه غړي پر امریکايي سفارت د برید دسیسې کې د لاس لرلو په تور وشړل.
دغه ډله څومره خطرناکه ده؟
چینايي چارواکي د ختیځ ترکستان دغه جلا غوښتونکې ډله یوه سخت دریځه او ترهګره ډله بولي.
د تیانانمینله پېښې وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هو چونینګ وویل چې دغه ډله "په چین کې تر ټولو ډېر لوی امنیتي ګواښ ګڼل کېدای شي".
سرچینې دا هم ویلي وو چې ګني دغه ډله له نورو نړیوالو ترهګرو ډله سره خواخوږي او همکاري لري.
که څه هم چین دغه ډله ترهګره بللې ده، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو ډلو په لست کې یې تر اوسه نوم نه دی ثبت شوی.








