مخالف فعالین: دمشق ۴۸ بندیانې خوشې کړې

په سوریه کې د بشري حقونو فعالینو ویلي، سوري چارواکو اته څلوېښت بندیانې خوشې کړې دي.
د دغو ښځینه بندیانو له ډلې یې دیارلس وړمه ورځ خوشې شوې، او پاتې نورې یې درې ورځې مخکې خوشې شوې دي.
خو سوري چارواکو د دغو ښځينه بندیانو پر خوشي کولو هېڅ غبرګون نه دی ښوولی.
سوري فعالین وايي، دغه بندیانې د قطر او د فلسطیني چارواکو په منځګړيتوب او همکاري خوشې شوې دي.
دا هم ویل کېږي، چې دغه ښځې د بندیانو د تبادلې په لړ کې پرېښودل شوې دي.
ويل کېږي، چې سوري یاغیانو د دغو ښځو د خوشي کولو په مقابل هغه نهه شیعه لبنانیان خوشي کړي، چې د سوریې پر خاوره له ایرانه د ځمکې له لارې خپل هېواد ته د ستنېدا پرمهال نیول شوي.
همداشان لبناني وسله والو هغه دوه ترکي پیلوټان خوشي کړي، چې په تېر اګست کې بیروت کې ونیول شول.
لبناني چارواکو ویليو د درېیمې مادې له مخې د بندیانو د تبادلې د موافقې له مخې د سوریې حکومت اړ دی، چې د یاغیانو په غوښتنې نیول شوې بندیانې خوشې کړي.
د برېښنا پرچاو
د سوریې روانه جګړه کې له تېرو څو ورځو راهیسې د دمشق پر ځينو سیمو د بریدونوله کبله خلک بې برېښنا وي وو.

تر ټولو خطرناکه پېښه دمشق ته څېرمه د غازو پر نل لیکې برید و، چې په لړ کې یې برېښنا هم ورسره پارچاو شوه.
د برید پایله کې د دمشق نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه سیمې بې برېښنا شوې او لوی اور رامنځ ته شو.
د حلب ښار شمال لوري ته مرکزي حمص ښار هم له دې چارې اغېزمن شوی دی.
د سوریې په روانه جګړه کې تر ۱۰۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر دوو میلیونو ډېر سوري وګړي کډوال شوي دي.
په پام کې ده، چې راتلونکې میاشت د سوري کړکېچ د ختمولو لپاره په ژنیواکې د سولې غونډه جوړه شي.








