"د ډرون بريدونو ملکي تلفات بايد روښانه شي"

د ملګرو ملتو يوه ځانګړي استازي له امريکا غوښتي، چې د پاکستان په ګډون په نورو هېوادونو کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د وژل شويو ولسي خلکو شمېرې په ډاګه کړي.
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی استازی، بين اميرسن وايي، پاکستاني چارواکو تایيد کړې چې له ۲۰۰۴ کال راپدېخوا د ډرون په ۳۳۰ بريدونو کې ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او ۶۰۰ نور ټپيان دي.
دی وايي پاکستاني چارواکو ورته ويلي، چې د بې پيلوټه الوتکو په دغو بريدونو کې د وژل شويو ۲۲۰۰ کسانو شاوخوا ۴۰۰ يې ولسي وګړي دي.
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو دغه تحقیقي راپور د جمعې په ورځ خپور شوی دی.
ملګرو ملتونو په پاکستان او نورو هېوادونو کې د بې پیلوټه/ ډرون بريدونو په پایله کې د ولسي خلکو د وژل کېدو او هدفي وژنو په اړه له جنورۍ مياشتې پلټنې پيل کړې دي.
د دغه تحقیقې راپور د چمتو کولو پر مهال بين ايمرسن د ډرون بريدونو د ترسره کوونکو ترڅنګ د هغو هېوادو له چارواکو سره هم خبرې کړې، چې له خاورې یې د امريکا ډرون بريدونه کېږي.
ملګرو ملتونو ته د خپل راپور په وړاندې کولو، ښاغلي ايمرسن خپلې ابتدايي موندنې اعلان کړي او ويلي يې دي، چې په پاکستان، افغانستان او يمن کې د امريکا ډرون بريدونه د لږترلږه ۴۵۰ ملکيانو وژل کېدو لامل شوي.
په راپور کې ويل شوي، چې په دې برخه کې نور ډېر کار ته اړتيا ده.
د ښاغلي ايمرسن په خبره: "د دوی د پلټنو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې رازونه و، چې له امله يې په ډرون بريدونو کې د اووښتي زيان په اړه کره اټکل ستونزمن کړی".
د بېن ايمرسن په فکر، د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د اووښتي ځاني زيان په اړه معلومات ډاګيزه کول، د امريکا ملي امنيت ته هېڅ زيان نه رسوي.
ده د امريکا، اسراييلو او برتانيا په ګډون له ټولو هغو هېوادونو چې ډرون الوتکې کاروي وغوښتل، چې د عامو خلکو د زيانونو په اړه مالومات ورکړي او په دې اړه قانوني توضيحات ورکول خپله دنده وبولي.
ښاغلي ايمرسن اعتراف وکړ، که ډرون الوتکې په ډېر احتياط وکارول شي، نو د بل هر پوځ ګام په پرتله خلکو ته په کې کم زيان رسېږي.








