د نتنیاهو جینز څرګندونې، که د ایرانیانو ملنډې

پر ټولنیزو وېبپاڼو سلګونو ایرانیانو د نتنیاهو څرګندونې رد کړې دي.
د عکس تشریح، پر ټولنیزو وېبپاڼو سلګونو ایرانیانو د نتنیاهو څرګندونې رد کړې دي.

ایرانیانو د اسراییلي لومړي وزیر هغه څرګندونې له ملنډو ډکې بللې، چې وايي، ایرانیانو ته د جینز اغوستلو اجازه نه ورکول کېږي.

اسرايیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بي بي سي له فارسي تلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي وو، که چېرې ایرانیان خپل ځان ازاد ګڼي، نو شین جینز باید واغوندي، او لوېديځه موسیقي واوري.

د نوموړي د دغو څرګندونو پروړاندې سلګونو ایرانیانو د ایران د ننه او بهر پر ټولنیزو وېبپاڼو دا څرګندونې ردې کړې او د ملنډو یوه کیسه یې ترې جوړه کړې ده.

ګڼو ایراني ځوانانو، د نتنیاهو له دغو څرګندونو وروسته، جینز اغوستي، لوېديځې موسیقۍ ته یې غوږ نیولی او د هغه په څرګندونو پورې یې ملنډې وهلې دي.

په ایران کې د جینز اغوستلو بندیز نه شته، نه هم هلته پر لوېديځې موسیقۍ بندیز دی.

جینز، نه بمونه

ایران کې پر جینز اغوستلو بندیز نه شته.
د عکس تشریح، ایران کې پر جینز اغوستلو بندیز نه شته.

یوه ایراني ځوان، چې جینز یې اغوستی، پر ټولنیزو وېبپاڼو هغه انځور خپور کړی، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته په غوږ کې پس پسک کوي.

په یوه بل عکس کې نتنیاهو انځور شوی، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال یې مخ ته سره کرښه ایستلې، چې ایران باید د اتوم جوړولو چاره کې له دې سرې کرښې وانه وړي.

پر همدې مهال، پر ټویټر وېبپاڼه د یوې ایرانۍ نجلۍ عکس هم خپور شوی، چې جینز یې اغوستی دی.

د تېرې جمعې پر ورځ له نتنیاهو سره د بي بي سي فارسي برخې خپره شوې مرکه کې نتنیاهو ویلي وو چې ایرانیان د اوسني حکومت پرتله د "لاغوره حکومت مستحق دي".

هغه دا هم ویلي وو چې "باور کوم که چېرې د ایران ولس خپله لار ونیسي، نو شین جیز دې واغوندي، لوېديځه موسیقي دې واوري، دوی باید بېلابېلې ازادۍ ولری".

نوموړي ویلي وو، که چېرې ایران اتوم بم جوړ کړي، شاید د ایرانیانو ژوند لا پسې خراب شي.

پر فېسبوک وېبپاڼې یوه پوست کې، چې سلګونه کسانو کتلی، راغلي چې "نتنیهو وايي، چې د ایران اتوم بم یې لیدلی، خو زموږ جینز یې نه دی لیدلی".

ایران کې نجونې هم جینز اغوستلی شي.
د عکس تشریح، ایران کې نجونې هم جینز اغوستلی شي.
ګڼو ایرانیانو پر ټولنیزو وېبپاڼو د نتنیاهو جوړ شوی انځور خپور کړی.
د عکس تشریح، ګڼو ایرانیانو پر ټولنیزو وېبپاڼو د نتنیاهو جوړ شوی انځور خپور کړی.
ایران د نورو اسلامي هېوادونو په شان ښځو ته ډېره ازادي ورکړې ده.
د عکس تشریح، ایران د نورو اسلامي هېوادونو په شان ښځو ته ډېره ازادي ورکړې ده.