چین په فساد تورن بوشیلای ټول عمر بندي کړ

چین مخکنی سیاستوال بو شیلای له واکه د ناوړه ګټې اخیستو او بډو په تور په عمري بند محکوم کړی دی.
بو شیلای تېر کال له کاره له کوښه کېدا مخکې د کمونیست ګوند د پټو رازونو د ساتنې دنده مخته وړله.
نوموړی چین کې ډېر نفوذ لرونکی سیاستوال و.
د بو شیلای د محاکمې په ناستو کې پر هغه له واکه د ناوړه ګټې اخیستو، د یوه برتانوي سوداګر نیل هیووډ د وژنې دسیسې جوړولو تورونه پورې شول.
بو شیای د استیناف حق لري، په حق کې یې وروستۍ پرېکړه د ختیځ شاندونګ ولایت محکمې کړې ده.
قاضي د تورن په حق کې د پرېکړې اورولو پرمهال وویل: "بو شیلای د هېواد او هېوادوالوګټو ته زیان اړولی او له واکه په ګټې اخیستو د نژدې ۲۰ میلیون چینايي یووان (چې نژدې ۳.۲ میلیون ډالر کېږي) بډې اخیستې دي".
قاضي د بو شیلای هغه څرګندونې رد کړې، چې ګني له هغه په زور او د فشار له کبله پرې لګول شوي تورونه منلي دي.
د محکمې له انګړه بهر د بي بي سي خبریلا جان سدورټ وايي، قاضي د بوشیلای د مدافعینو له لوري قاضي ټول وړاندیز شوي دفاعي دلایل بابیزه وبلله.
بو شیلای د میلیونونو ډالرو اخیستو تور رد کړی دی.
او د پولیسو مخکنی مشر وانګ لیون یې دروغجن او خپله ښځه جو کایلای یې "ټيټه" ښځه بللې ده.








