د سوريې کړکېچ: اسد منلې چې کيمياوي وسلې وسپاري

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د روسيې پر ټلوزيون راڅرګند شوی، او دا خبره يې منلې چې د هېواد کيمياوي وسلې به يې تر نړيوالې ولکې او کنټرول لاندې راولي.
ښاغلي اسد روسيه۲۴ ټلوزيون ته ويلي، دغه ګام د روسيې وړانديز پايله کې اخيستل شوی، او د امريکا پوځي ګام ګوتڅنډنې پايله نه ده.
دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د روسيې او امريکا بهرنيو چارو وزيران په جينيوا کې مهمو خبرو ته تياری نيسي.
امريکا پر سوري نظام تور لګوي چې د اګست پر ۲۱ مه يې د دمشق څنډو کې د زهرجن غاز بريد کې سلګونه کسان وژلي دي.
د سوريې حکومت دغه ادعاوې ردوي، او پر مخالفو وسله والو د دغه بريد تورلګوي.
"د سولې فرصت"
ښاغلي اسد روسيه۲۴ ته، چې دولتی خبري اېجنسي ده، وويل: "سوريه د روسيې له امله خپلې کيمياوي وسلې تر نړيوال کنټرول لاندې ږدي. د امريکا ګواښنې پر دې پرېکړې کوم اغېز نه دی کړی."
د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګی لافروف له دې مخکې د مسکو وړانديز درې مهم پړاوونه په ګوته کړل:
- سوريه دې د کيمياوی وسلو تړون سره يو ځای شي، چې د دغو وسلو توليد او کارونه ناقانونه ګڼي.
- سوريه دې په ډاګه کړي چې کيمياوي وسلې يې چېرې زېرمه کړې، او د خپل پروګرام تفصيل دې وسپړي.
- کارپوهان به د ځانګړو تدبيرونو اخيستلو پرېکړه کوي.
ښاغلي اسد په يوه ټلوزيونی وينا کې د دې پخلی وکړ چې سوريه به د کيمياوي وسلو تړون لاسليکولو بهير يوې برخې په توګه خپلې سندپاڼې ملګريو ملتونو ته استوي.
ښاغلي لافروف، قزاقستان ته د خپل سفر بشپړولو پر مهال وويل: "باوري يم چې په سوريه کې د سولې لپاره فرصت شته. موږ يې بايد له لاسه ورنه کړو."
ده د وسلو ويجاړولو خبره ياده نه کړه، چې له دمشق سره به د مسکو خبرو کې يو نښتی ټکی وي.
ټاکل شوې ښاغلی لافروف په جينيوا کې د خپل پلان پر سر د امريکا بهرنيو چارو له وزير جان کېري سره بحث وکړي.
ښاغلی کېري به لومړی د ملګريو ملتونو او عربي ټولنې له استازي لاخضر ابراهيمی سره خبرې کوي.








