د سوریې په اړه اوباما مهم ملاتړ ترلاسه کړ

پر سوریې باندې د پوځي ګام په موخه د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مهمو امریکايي سیاستوالو ملاتړ تر لاسه کړی دی.
ولسمشر اوباما غواړي چې د کیمیاوي وسلو د کارولو په غبرګون کې د سوریې پر وړاندې د محدودو بریدونو وکړي خو داسې نښې نښاني هم لیدل کېږي چې اوباما د پراخ پوځي ګام پلان لري.
د جمهوریت غوښتونکو ګوند مهمو مشرانو جان بوهنر او اریک کانتور دواړو د پوځي ګام ملاتړ کړې. ټاکل شوې د امریکا کانګرس راتلونکې اوونۍ پر دې مسلې رایه ورکړي.
امریکا وايي داسې شواهد شته، چې د دمشق حکومت کیمیاوي وسلې او سارین غاز کارولي.
د جرمني څارګره اداره، بي این ډي، وايي دوی هم پر دې باور دي چې تېره میاشت د دمشق په څنډو کې د کیمیاوي وسلو برید د سوریې د حکومت لخوا تر سره شوی دی.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د بي این ډي مشر د پارلمان د تړلو دروازو تر شا یوې غونډې ته ویېلي، چې دغې ادارې د سوریې د حکومت د ایتلافي لبنانۍ ډلې حزب الله د یوه لوړپوړي استازي لخوا استول شوی پیغام تر لاسه کړی.
د راپورونو له مخې په دغه پیغام کې د دې خبرې منښته شوې چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو زهرجن ګاز کارولی دی. د یادې څارګرې ادارې مشر همداراز ویېلي، دوی داسې جلا شواهد هم لري، چې دغه کارول شوی ګاز سارین و.
خو د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد بي بي سي ته ویلي، دمشق ته څېرمه د کیمیاوي وسلو برید د امریکا ملاتړو پوځي ډلو کړی، نه د سوریې پوځ او زیاته کړه پر سوریې برید له القاعدې سره مرسته ده.
د اسراییلو او امریکا پوځي تمرینات
د دې تر څنګ اسراییلو له امریکا سره د مدیترانیې سمندر دپاسه یوه ګډه توغندويي ازموېنه کړې ده چې پر سوریې یې د پوځي برید وېره ډېره کړې ده.
یوه لوړپوړي اسرایلي چارواکي بي بي سي ته وویل، له یوې ایف پنځلس ډوله الوتکې یې د دغه هېواد د یوه توغندي ضد دفاعي سېستم لپاره د هدف په توګه یو توغندی توغولی دی.
تر دې وړاندې د روسیې دفاع وزارت وویل، چې په مدیترانیې سمندر کې یې د چارواکو په وینا دوه توغوندويي سیستمونه کشف کړي وو، چې د ختیځ ساحل خوا ته روان وو.
په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال وايي دا ازموېنه د دې ښکارندويي کوي، چې اسراییل دا خبره ډېره جدي ګڼي چې پر سوریې د امریکا د هوايي بریدونو له امله د اسرایلو پر وړاندې غچ اخېستونکي بریدونه تر سره کېدای شي.
ولسي وګړي
ملګرو ملتونو دا منلې چې نژدې دوه میلیونه وګړي ګډوال شوي.
د ۲۰۱۱ په مارچ کې د سوري ولسمشر بشار الاسد پر ضد د پاڅون له پیله راهسې نژدې سل زره کسان وژل شوي دي.
د امریکا پوځي مداخلې
لیبیا ۲۰۱۱: برتانیا او فرانسې لیبیا ته د بشري مرستو رسولو د عملیاتو لپاره د امنیت شورا د پرېکړې صادرولو غوښتنه وکړه. روسیې او چین د پرېکړې له ویټو کولو ډډه وکړه، د قذافي تر پرځېدا هوايي بریدونو دوام وکړ.
سومالیا ۹۳-۱۹۹۲ : د سومالیايي حکومت تر سقوط وروسته، امنیت شورا سومالیا ته د بشري مرستو لېږلو لپاره د یوه نړیوال ځواک جوړولو جواز ورکړ. سومالیا کې له کوم مشخص هدف پرته د امریکا مداخله په ۱۹۹۳ کال د بلاک هاواک چورلکې په رالوېدو تمامه شوه، چې بیا امریکایان له سومالیا ووتل.
عراق ۱۹۹۱: د امریکا په مشرۍ نړیوال پوځي ایتلاف، چې د امنیت شورا ډاګیزه پرېکړه هم ورسره وه له کویته د عراقي پوځيانو د شړلو پرضد برید وکړ.
بالکان سیمه - ۱۹۹۰لسیزه: کرواتیا او بوسنیا کې د سربانو ضد پوځ لپاره وسلې واستول شوې، او امریکا پر شکمنو سربي پوځيانو بمبار وکړ. په ۱۹۹۹ کال جنګي الوتکو په ۳۸۰۰۰ الوتنو کې د ناټو له خوا د سربستان بمبارۍ کې ګډون وکړ. د بمبارۍ هدف کوسوا کې د مرګونو بریدونو مخنیوی و، خو د قانون او امنیت شورا پرېکړې له مخې یې مجوز نه درلود.








