د هند اقتصادي وده ورو شوې ده

د يوه رسمي راپور له مخې د هند اقتصاد تر تېر جون پورې دريو مياشتو کې پرمختګ ورو شوی دی.
د دغه هېواد کورنی سوچه توليد ۴،۴ سلنه و چې له يوه کال مخکې مودې نه لوړ و، او له ۲۰۰۹ کال راهيسې تر ټولو کمزوري حالت کې و.
د هند پيسې، روپۍ په تېرو څو مياشتو کې په بازارونو کې تر فشار لاندې وه، او د ډالر پر وړاندې د ټيټ ارزښت ريکارډ کچې ته رسېدلې ده.
هند د پرمختيايي يا مخ پر ودې هېوادونو له چين وروسته دویم ځواکمن اقتصاد بلل کېږي، خو د يوه مخ پر ودې هېواد لپاره چې د وګړيو شمېر يې هم په چټکۍ زياتېږي، بېوزلي په کې دومره براخه چې درملنه يوه ستره ننګونه بلل کېږي، د اقتصاد پوهانو له نظره د ودې له ۵ ټيټه کچه ځواکمنه نه بلل کېږي.
په تېره لسيزه کې هند خورا ښه پرمختګ درلود چې په منځنۍ کچه څه د پاسه ۷ سلنه و. د هند لومړی وزير منموهن سېنګ ويلي حکومت به يې د هند ژورطدونکی اقتصادي کړکېچ کابو کلو په موخه هر ممکن ګام واخلي.
ښاغلي سېنګ چې د خپل هېواد پارلمان ته يې وينا کوله وويل د هند پيسو، روپۍ، لوېدونکی ارزښت د اندېښنې وړ خبره ده:
''تېرو دوو لسيزو د هند اقتصاد په پرانيستي ډول پرمختګ کاوه او موږ ترې ګټه واخيسته. يوازې دا چې د پانګې او پيسو بازارونه څه لړزېدلي، له امله يې د تګلارو بدلولو کومه خبر نه شته، د پيسو بدلون ارزښت کې ناڅاپي لوېدا له شک پرته يو ټکان دی، خو له دې سره د نورو تدبيرونو له لارې چلن کوو''.
له تېر مې راهيسې د هند روپۍ د ډالرو پر وړاندې څه د پاسه ۲۰ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
خو ښاغلي سنګ حکومت او مرکزي بانک د روپۍ ارزښت کابو کولو يو شمېر تدبيرونه اخيستي دي:
''مرکزي بانک او حکومت د روپۍ ارزښت ثبات لپاره يو شمېر ګامونه اخيستي دي. ځينو تدبيرونو په ځينو برخو کې شکونه راپورته کړي چې د پانګې کابو کولو نښې په راښکارېدو دي. غواړم پارلمان او نړۍ ته په پراخه ډاډ ورکړم چې حکومت پر داسې کوم ګام د غور تکل نه لري''.
د هند اقتصاد کې د تازه سوړوالي او وروالي تر شا ځينې عوامل کورني او له اوږدې مودې راپاتې دي.
د ټرانسپورت شبکو او هم برېښنا برابرولو چارو کې ستونزې شته او هم دا چې هند د سوداګرۍ لپاره يو اسانه ځای هم نه دی.
خو ځينې نور نړيوال ځواکونه هم شته چې دې سوبازارۍ کې يې رول لرلی دی.

پانګوالو له مخ پرودې اقتصادونو پيسې امريکا ته ايستلې، چې دوی په کې د مرکزي بانک تګلارو بدلون ته په دې سترګه ګوري چې له مخې يې په خپلو پانګو په امريکا ښه ګټه کولی شي.
په دې کې د اقتصاد او بازار کتونکو په باور د هند روپۍ هم راځي چې په پراخه کچه يې پلور سره ارزښت لوېدلی دی. همدې چارې په خپل وار د هند پړسوب ستوزه لا پسې پېچلې کړې او شرکتونه يې لړزولي چې په بهرنۍ پيسو يې پورونه اخيستې دي.
تر جون پورې دری مياشتنۍ مودې ودې شمېرې د پيسو ارزښت کې تازه لوېدا نه راغبرګوي، نو کېدی شي هند د لا ناوړه اقتصادي حالت لیدونکی وي.
په تېره لسيزه کې هند خورا ښه پرمختګ درلود چې په منځنۍ کچه څه د پاسه ۷ سلنه و.








