اوباما: سوري حکومت کیمیاوي برید کې لاس لري

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما وايي، امریکا دې پایلې ته رسېدلې، چې د سوري پلازمېنې دمشق څنډو کې د سوریې حکومت کیمیاوي وسله کارولې ده.
هغه زیاته کړه، د کیمیاوي وسلو د استعمال له کبله امریکایي ګټې اغېزمنې شوې دي او د سوریې د خبرداري لپاره به د محدود برید له کبله د سوریې پر جګړه مثبتې اغیزې وشي.
خو له پي بي ایس سره مرکه کې نوموړي وویل، چې اوس د پوځي مداخلې پرېکړه نه ده شوې.
تمه ده چې امریکايي چارواکي نن د دغه هېواد د کانګرس مشرانو غړو ته د سوریې د وضعیت په اړه ځانګړي مالومات ورکړي.
د ګوند او کمېټو مشرتابه ته به په دې اړه جزیات ورکړل شي چې سپینه ماڼۍ ولې په دې باور ده چې په سوریې کې کیمیاوي وسلو برید د ولسمشر بشارالاسد د حکومت لخوا تر سره شوی دی.
له بله پلوه، په برتانیې کې حکومت اړ شو چې په سوریې کې د پوځي مداخلې په اړه د رایې اچونې له پلانه وروسته له هغې تېر شي چې کارګر ګوند خبرداری ورکړ که حکومت د ملګرو ملتونو د پلټونکو رپوټ ته انتظار و نه کړي دوی به یې په پارلمان کې مخالفت وکړي.
پارلمان له رخصتۍ بېرته راغوښتل شوی خو د پنجشنبې په ورځ به یوازې د پوځي مداخلې د اصولو په اړه رایه ورکړي. د پوځي ګام له پورته کولو دمخه به تر هغې وروسته یوې بلې رایې اچونې ته اړتیا وي.
له دې مخکې برتانیې د ملګرو ملتونو د پنځو مستقلو غړو مخې ته یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې د ملکي سوري وګړو د ژغورنې لپاره د هر ډول ګامونو پورته کولو د اجازې خبره شوې وه.
دغه پرېکړه لیک کې برتانیې د سوري له لوري د "نه منلو وړ" کاروونې خلاف د ټولو اقداماتو غوښتنه شوې.
له دې مخکې برتانوي لومړي وزیر ډېوډ کامېرون په یوه پیغام کې ویلي و، چې موږ تل ټینګار کړی، د سوري په اړه باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل مسوولیتونه سر ته ورسوي.
بل لور ته روسیې ویلي، له دې مخکې چې پر یاد پرېکړه لیک غور وشي، ملګري ملتونه باید خپله څېړنه په هر صورت بشپړه کړي.
د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هېګ سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ویلي، تر هغې چې د څارونکو رپوټ، نه وي پرډاګه شوی، د هېڅ ډول پرېکړه لیک اړوند باید غور و نه شي.
روسیې او چین له دې مخکې د سوریې خلاف پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي.
سوریې پر لوېدېځ تور پورې کړی، چې د پوځي برید لپاره یې پلمې "جوړې" کړې دي.
د سوریې له دولتي ټلویزیون سره مرکې کې د سوریې لومړي وزیر وایل الحلقي ویلي، چې امریکا او ټول لوېدېځ هېوادونه جعلي سیناریو او افسانوي پلمي لټوي، چې سوریه کې پوځي لاسوهنه وکړي.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ولیم هېګ خبریالانو ته وویل، که ملګري ملتونه یوه خوله هم نه وي، نړیواله ټولنه مسوولیت لري، چې داسې صورت کې هم فعالیت وکړي.
د ملګرو ملتونو څارونکې دله نن سبا د وسلو د برید ځای کې څېړنه کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وايي هیله ده، چې څلورو ورځو کې به څارونکې ډله خپله څېړنه بشپړه کړي او له هغه وروسته به د تر لاسه شویو موادو د شننې لپاره نور وخت ته اړتیا لري.
عمومي منشي بان کي مون وايي ډلې ته د کار کولو لپاره باید وخت ورکړل شي:
"نړیواله ټولنه، چې نړیواله سوله یې مسوولیت دی، باید دې مسالې کې د عمل له ډګره لېرې و نه اوسي."
نوموړي زیاته کړه:
"سولې ته فرصت ورکړﺉ، دیپلوماسي ته فرصت ورکړﺉ، جګړه بنده کړﺉ او خبرې پیل کړﺉ."
برتانیا د ولسي ژغورنې لپاره د اړینو اقداماتو اړونده مسوده نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي.
د برتانیا لومړي وزیر ډېوډ کامېرون ټوېټر پیغام کې ویلي، چې دغه مسوده به نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو مستقلو غړو په غونډه کې وړاندې شي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ګډ استازي اخضر براهیمي ویلي، چې د سوريې له لوری د ادعا شویو کیمیاوي وسلو کاروونې خلاف هر پوځي ګام به د امنیت شورا له منظورۍ وروسته پورته کېږي.
ژنیو کې د خبرو پر مهال نوموړي وویل، که امریکا او روسیې سره داسې کوم ثبوت وي، چې د کیمیاوي وسلو برید چا کړی، باید ملګرو ملتونو ته یې وړاندې کړي. د نوموړي په وینا دغه مسوده د سوریې د حکومت له لوري د کیمیاوي وسلو کاروونې غندنه کوي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو ډلې د کیمیاوي وسلو کاروونې اړوند څېړنه د اګست میاشتې په ۲۱ پیل کړه.
له دې مخکې د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر چک هېګل ویلي و، د ولسمشر اوباما له لوري پر سوریې د برید اړوند امر په صورت کې امریکايي ځواکونه پر سوریې د برید کولو لپاره چمتو دي.
له دې مخکې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ویلي و، چې دی په سختي سره د سوري ځواکونو له لوري د کیمیاوي وسلو کاروونه ردوي. امریکا او متحدین یې د تېرې اونۍ د کیماوي وسلو د برید په ځواب کې د پوځي مداخلې په باب غور کوي.








