''له شک پرته '' سوري حکومت کیمیاوي برید کړی

د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن ویلي، "له شک پرته" سوریه کې کیمیاوي وسلې د بشارالاسد د حکومت له لوري کارول شوې.
ښاغلي بایډن دا هم ویلي چې دی او بارک اوباما پر دې باور دي، چې د بې ګناه ښځو او ماشومانو پروړاندې د دغه برید ځواب باید د بشارالاسد حکومت ووايي.
وړاندې د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي وو چې "له شک پرته" د سوریې حکومت دمشق ته څېرمه د کیمیاوي وسلو کارولو سبب شوی، او په پراخ ډول یې دا ډول وسلې کارولې دي.
ښاغلي کارني داه م ویلي اوس پوښتنه دا نه ده، چې "کیمیاوي وسلې کارول شوې او که نه، بلکې د دا ډول ناوړه عمل پروړاندې غبرګون مطرح دی".
د سپینې ماڼۍ ویاند ژمنه کړې، چې روانه اونۍ کې به د سوري حکومت له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو د ادعاوو په اړه غیر محرمانه مدرکونه په ډاګه شي.
پر همدې مهال، تېره ورځ د امریکا دفاع وزیر <link type="page"><caption> چک هېګل</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2013/08/130827_as_us_syria_attack.shtml" platform="highweb"/></link> بي بي سي ته ویلي وو، که چېرې ولسمشر اوباما پر سوریې برید ته اجازه ورکړي، د امریکا پوځ دغه برید ته پوره چمتووالی لري.
ښاغلي هېګل زیاته کړې وه، چې: "موږ چمتو یو، موږ خپل پوځيان چمتو کړي، ولسمشر چې هر ډول وغواړي، هماغسې عمل ترسره کوو".
د امریکا حکومت وړاندې ویلي وو، که چېرې د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو کارولو کې پړ وخېژي، ډېر ژر به یې پر وړاندې پوځي ګام پورته شي.
د تېرې چارشنبې پر ورځ دمشق ته څېرمه د کیمیاوي وسلو برید تر ۱۳۰۰ ډېر کسان ووژل او تر ۳۰۰۰ ډېر نور یې ژوبل کړل، چې په لړ کې یې امریکا، برتانیا، فرانسې او ترکیې سوریه کې د احتمالي پوځي مداخلې ګواښونه وکړل.
خو ایران او روسیې بیا ویل، چې شاید دا وسلې د سوري حکومت د مخالفینو له خوا کارول شوې وي.
د عربي هېوادونو ټولنې هم قاهره کې د کیمیاوي برید مسؤولیت پر سوري حکومت واچاوه.
همداشان، سعودي عربستان د سوري حکومت پر وړاندې د "غوڅ او جدي" ګام اخیستو غوښتنه کړې وه.
عربي هویت
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعودالفیصل ویلي وو، چې د سوریې حکومت "خپل عربي هویت له لاسه ورکړی دی".
د احتمالي برید لپاره د برتانوي پارلمان غونډه
د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارولو د ارزونې او بحث په تړاو د پارلمان بېړنۍ غونډې وربللو غوښتنه کړې وه.
ښاغيلي کامیرون وویل چې د پارلمان مشر د پسرلنیو رخصتیو په لړ کې منلې ده، چې راتلونکې پنجشنبې به دغه غونډه وکړي.








