فېسبوک يې کاروونکو ته په اعلانونو کې د معلوماتو شريوکولو تاوان ورکوي

سپانسر شوې کيسې د فېسبوک کاروونکو ته وايي چې که يې ملګريو د کوم توليد ملاتړ کړی دی
د عکس تشریح، سپانسر شوې کيسې د فېسبوک کاروونکو ته وايي چې که يې ملګريو د کوم توليد ملاتړ کړی دی

د فېسبوک نژدې ۶۱۴۰۰۰ کاروونکو ته چې شخصي معلومات يې د دوی له اجازې پرته پر دغې وېبپانې په اعلانونو کې راڅرګند شوي، هر تن به يې ۱۵ ډالره ترلاسه کوي.

د فېسبوک اټکل ۱۵۰ مليون غړيو نومونه او انځورونه په سپانسر شويو کيسو کې راښکاره شوي، خو تاوان به يوازې هغوی ته ورکول کېږي چې د روان کال لومړيو کې يې له دې وېبپاڼې ورلېږل شوي برېښناليک ته ځواب استولی و.

د خصوصيت سازمانونه به هم جوړجاړي کې شاوخوا ۲۰ مليون ډالره ترلاسه کوي.

فېسبوک ويلي د جوړجاوړي پر تصويبېدا "خوښ شوی دی".

د تاوان ورکړه وروسته له هغه چې د فېسبوک پر وړاندې يې ۵ کاروونکو په ۲۰۱۱ کال کې عريضه وړاندې کړه، د دوشنبې پر ورځ پرې محکمې هوکړه وکړه.

دغو کسانو ويلي وو، د دوی معلومات د دغې وېبپاڼې سپانسر شويو کيسو پروګرام له لارې د توليداتو او خدمتونو دودونه کې کارول شوي، پرته له دې چې دوی ته څه ورکړي او يا هم دوی ته د وتلو لارې غوراوی ورکړي.

يوه سپانسر شوې کيسه، يو جوړ شوی اعلان دی چې د غړيو پر فسېسبوک پاڼو راڅرګندېږي، داسې توليدات په ګوته کوي چې د کاروونکي ملګريو يې پر پاڼو ملاتړ کړی او يا يې هم "خوښ کړي" وي.

کوم "معنا لرونکی" زيان نه و

د امريکا سيمه ييز قاضي ريچارډ سيبورګ ومنله چې د ۱۵ ډالرو تاوان نسبتا کم دی، خو ويې ويل دا نه ده ثابته شوې چې فېسبوک دې له "کوم مخالفت پرته له قانون سرغړونه کړې وي".

ده زياته کړه د دعوا څښتنانو نه شوی ثابتولی چې دوی ته دې په "معنا لرونکي ډول کوم تاون رسېدلی وي".

محکمې اټکل کړی چې فېسبوک د سپانسر شويو کيسو نه، چې د خپلو ۱۵۰ مليون غړيو معلومات يې ښوول، شاوخوا ۷۳ مليون ډالره ګټه کړې ده.

جوړجاړي کې له فېسبوک دا غوښتنه هم شوې، چې د "حقونو اعلاميه" کې بدلونونه راولي، او کاروونکو ته لا نور معلومات ورکړي او په راتلونکي کې يې معلوماتو کارولو څرنګوالی کنټرول کړي.

د وکيلانو له لوري اټکل شوی دغه ګام به فېسبوک ته د اعلانونو عايداتو کې د ۱۴۵ مليون ډالرو په بيه پرېوځي.

د فېسبوک شاوخوا ۷۰۰۰ کاروونکي له دغه جوړجاړي وتلي، چې په خپل وار د دغې ټولنيزې شبکې پر وړاندې قانوني ګام پورته کړي.

د فېسبوک يوه وياند وويل: "خوښ يوو چې پرجوړجاوړي وروستۍ هوکړه شوه".