د ایران نوي ولسمشر لُوړه وکړه

حسن روحاني د ایران د نوي ولسمشر په توګه لُوړه وکړه.
پارلمان ته په وینا کې ښاغلي روحاني د هېواد د اقتصاد ښه کولو، له فساد سره د مبارزې او کاري زمینو د برابرولو ژمنه وکړه.
هغه وویل یو له لومړیتوبونو به یې دا وي چې د ښځو حقونو نور هم پراخ شي او هغوی ته ډېر فرصتونه برابر شي.
د ایران نوي ولسمشر وویل د ایران خلکو د بدلون او په آزاده فضا کې متقابل درناوي لپاره خپله اداره څرګنده کړه.
ولسمشر روحاني د خپلې بهرنۍ تګلارې په برخه کې پر دوه اړخیز باور او درناوي ټینګار وکړ.
هغه له لویدیځ نه غوښتنه وکړه چې د بندیزونو له ژبې لاس واخلي. د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د بندیزونو ګواښ به کار ونه کړي.
د لویدیځ د هغې غوښتنې په ځواب کې چې وايي د ایران اتومي پروګرام دې شفاف وي ښاغلي روحاني له ټولو خواوو نه د شفافیت غوښتنه وکړه.
سپینې ماڼې ښاغلي روحاني ته په یوه پیغام کې د مبارکۍ ترڅنګ ویلي که حکومت یې د ایران د اتومي پروګرام یوه سوله ییز حل ته جدي ژمن شي نو هرکله به په امریکا کې یو ښه ملګری بیا مومي.
ولسمشر روحاني په ملګرو ملتونو کې د ایران پخوانی سفیر جاوید ظریف د بهرنیو چارو وزیر په توګه ونوماوه.
د نوموړي نومونه باید د پارلمان له خوا تصویب شي.
افغان ولسمشر حامد کرزی هم د نوي ایراني ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی.
په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او یو شمېر نور لوړي پوړي افغان چارواکي د هغه ملګري دي.








