د سپینې ماڼۍ خبریالانو مخکنۍ مشره مړه شوه

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو مخکنۍ عرب الاصله مشره هیلین توماس د ۹۲ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
نوموړې نژدې پنځه لسیزې د سپينې ماڼۍ خبرونه تر پوښښ لاندې راوستل.
توماس واشنګټن کې پخپل کور کې له اوږدې ناروغۍ وروسته مړه شوې ده.
هغې د اسراییلو پر یرغل سختې نیوکې کولې.
دغه وتلې خبریاله له لبنان د امریکا کنتاکي ایالت ته له خپلې کورنۍ سره کډواله شوې.
نوموړې وروسته تر هغه دندې پرېښودو ته اړ شوه، چې د اسراییلو په اړه یې خپل کلک دریځ داسې په ډاګه کړي "اسراییل باید له فلسطینه ووځي او خپلو سیمو ته ولاړ شي".
توماس د خبریالۍ کار واشنګټن ډیلي نیوز ورځپاڼه کې د چاپولو د یوې کارکوونکې په توګه پیل کړی، بیا له یونایټېډ پرېس انټرنېشنل خبري اژانس سره یې څو لسیزې کار کړی او بیا وروسته د هیرسټ ورځپاڼو لړۍ کې کالم لیکونکې وه.
توماس له جان کینډي نیولې د امریکا نژدې لسو ولسمشرانو خبرونه تر پوښښ لاندې نیولي وو.
"د شرق غیب ویونکې "
هغې څلور کتابونه لیکلي، چې وروستی هغه یې د "د دیموکراسۍ ساتونکي سپي" په نامه و.

نوموړې په دې کتاب کې د مخکني ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ پرمهال د امریکا پر خبري رسنیو او اژانسونو سختې نیوکې کړې، چې په وینا یې دغه رسنۍ او اژانسونه "له څلورم واک او د دیموکراسۍ له ساتونکو سپیو څخه پر "کورنیو سپو" اوښتې دي".
توماس په خبري غونډو کې پر ګرانو پوښتنو مشهوره وه، ان دا چې د سپینې د خبریالانو سکرتر ویلي وو، چې " د خبري غونډو پرمهال له ویناوالو "ځوروونکې پوښتنې " کوي.
د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن توماس د امریکايي رسنیو لومړۍ مېرمن بللې وه، ځکه چې په وینا یې د سپینې ماڼۍ خبري غونډو کې به لومړي کتار کې ناسته وه.
توماس د امریکا پر مخکني ولسمشر جورج بوش پر عراق د جګړې د یرغل له اړخه سختې نیوکې کولې، چې له همدې کبله یې پر امریکا د یمن د ورځپاڼو غوسه راوپاروله او هغې ته یې "له شرقه راغلې سپین سرې غیب ویونکې" لقب ورکړی و.








