د مصري پوځ مرکزي قومندانۍ توند غبرګون وښود

د مصر د پوځ لویه قومنداني وايي پوځ د دوی په وینا د ترهګرو او احمقانو پر وړاندې د مصر د دفاع په لار کې مرګ ته چمتو دی.
د مصری پوځ د لویې قومندانۍ دا څرګندونې د مصر د ولسمشر محمد مرسي له احساساتي څرګندونو وروسته کېږي چې په ترڅ کې یې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ له مشروعیت څخه دفاع وکړه.
ولسمشر مرسي پر پوځ غږ کړی چې هغه ټاکل شوی ضرب الاجل بېرته واخلي چې له ده یې غوښتي، یا دې روان سیاسي کړکېچ هوار کړي او یا له واکه ګوښه شي.
ښاغلي مرسي له مصریانو وغوښتل پرېنږدي چې له دوی خپل انقلاب وتروړل شي خو ټینګار یې وکړ چې تاوتریخوالی باید نه وي.
" موږ د انتقال له پړاوه تېر شوي یو. ټاکنې مو ترسره کړې، دواړه ټاکنې ازادې رڼې او دیموکراتیکې وې او نړۍ په دې شاهده ده. هغه څه چې د مصریانو په وینا لومړنۍ ټاکنې وې، موږ مصریانو د ۲۰۱۲ کال د مۍ او جون په ټاکنو کې ټولۍ نړۍ ته وویل چې موږ خپل ولسمشر په عادلانه توګه وټاکه.
په قاهره کې د بي بي سي خبریال وايي وضعیت بدل ښکاري او داسې برېښې چې دواړه خواوې د ټکر و لوري ته درومي.
له دې مخکې د مصر ولسمشر محمد مرسي د دغه هېواد د پوځ له لوري تر چهار شنبې پورې د ترینګلتیا ختمولو لپاره ټاکلی ضرب الاجل رد کړ.
نوموړي له استعفا ورکولو په کلکه انکار وکړ. د سې شنبې ماخوستن مصریانو ته په یوه ټلویزیوني وینا کې نوموړي وویل، چې دی د رڼو ټاکنو له لارې ولسمشرۍ ته رسېدلی او تر وروستۍ سلګۍ به د خپل" مشروعیت " ساتنه وکړي.
مرسي ټینګار وکړ، چې دی د خپل هېواد قانوني مشر دی او د هېچا ګواښونه به یې له خپل دریځه وا نړوي.
نوموړي ومنله، چې تېروتنې یې کړې، خو له خپلو خلکو یې وغوښتل، چې ارام واوسي.
بل لور ته هغه لاریون کې د اخ وډب له کبله ۱۶ کسان وژل شوي، چې د ولسمشر مرسي د ملاتړ لپاره وتلی و.
ولسمشر مرسي په خپله ۴۵ دقیقه ییزه وینا کې وویل، چې د خلکو د سوله ییز احتجاج ته درناوی کوي، خو په وینا یې د خپل قانوني حق نه به دفاع وکړي.
د نوموړي په خبره که تشدد کېږي او اړودوړ رامنځ ته کېږي، نو دی به یې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
ښاغلي مرسي د خپل هېواد د کړکېچن حالت پړه پر فساد او حسني مبارک حکومت پر پاتې شونو واچوله او له احتجاج کونکو یې وغوښتل، چې قانون مات نه کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د جوړجاړي او رسنیو لپاره تګلارې جوړولو ته دې کمېټه جوړه شي.
له دې مخکې د مصر پوځ د خپل هېواد د راتلونکي لپاره جوړ پلان افشا کړ، چې په کې د اوسني پارلمان لغو کېدل او هېواد کې د نویو ولسمشریزو ټاکنو کولو لارښوونه شوې.
هغه معلوماتو کې، چې بي بي سي موندلي، د پوځي پلان له مخې به د هېواد نوی اساسي قانون هم معطل شي.
یوې پوځې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې د هرې دقیقې له تېرېدو سره د ولسمشر مرسي دریځ کمزوری کېږي.
د سرچینې په خبره له نویو ټاکنو مخکې به د محمد مرسي پر ځای د سیاسي ګوندونو له ملکي استازو او تکنوکراتانو جوړه شورا واک تر لاسه کړي.
د دوشنبې په ورځ مصري پوځ د ولسمشر مرسي حکومت او د هغه مخالفینو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې دا روان کړکېچ دې هوار کړي.
د ولسمشرۍ دفتر په یوه وینا کې راغلي چې پوځ دې په سیاسي مسایلو کې نه ورګډېږي.
په مصر کې پر ولسمشر محمد مرسي فشار نور هم په ډېرېدو دی. په داسې حال کې چې له تېرو دریو ورځو راهیسې یې پرضد پراخې مظاهرې روانې دي، د حکومت ځېنو نورو غړو یې هم استعفا کړې ده.
شپږو وزیرانو پسې، د ولسمشرۍ دفتر او د کابینې ویاندانو هم استعفا وکړه.
په مصر کې اخوان المسلمين د واک پر گدۍ ناست دى چې مخالفين يې وايي د اقتصادي ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلى نو ځکه يې پرضد په پراخه کچه لاريونونو او احتجاجونو ته مخه کړې ده.
د حسني مبارک د رژيم له پرځېدو نه دوه کاله وروسته اوس هم مصري ټولنه په ژوره توگه سره وېشلې ده او د ښاغلي مرسي د کابينې د غړو استعفا پر حکومت شته فشار نور هم ډېر کړى دی.








