"په لوږه مرګ منو، نه د زور خواړه"

امریکايي چارواکو ویلي، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د ګوانتانامو زندان ګڼو بندیانو د نه خوړ اعتصاب ته دوام ورکړی.
دوی وايي، هڅه یې دا ده چې دغه بندیان د لوږې له کبله له مړینې وژغوري.
بندیانو ته د پایپ له لارې د خوړو او مغذي درملو ورکول پیل شوي.
بندیان وايي، چې په زور د دوی معدو ته پایپونه ورځړول شوي، چې دا کار د دوی په وینا د طب او انساني کرامت خلاف دی.
بندیانو ویلي، که چېرې یې غوښتنې ونه منل شي، راتلونکې روژې میاشت کې به هم د نه خوړو خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.
دوی وايي، که چېرې دا کار ورسره وشي، نو په حقیقت کې له دوی سره د ژنیوا د تړون خلاف کړنې کېږي.
په میامي ایالت کې د پوځ یوه قومندان ګریک جولیان چې کوبا کې د امریکايي زندان چارې هم مخته وړي ویلي چې "تر هغو به په زور بندیانو ته د خوړو او مغذي درملو ورکولو ته دوام ورکړ، چې له موږ پاس مشرانو بل امر نه وي راته کړی".
د ۲۰۰۶ فبرورۍ کې هم یمني بندي محمد باوزیر د جبري خوړو پرضد خپل شکایت کړی و، او دا یې د شکنجې یو ډول بللی و.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي وو، چې بندیانو ته د پایپ له لارې خواړه ورکول یوه انساني کړنه ده، او په پای کې یې د باوزیر ضد پرېکړه وکړه.
خو اوس بندیانو ویلي چې دوی ته د بې هوښه کېدو او قی (کانګو) د مخنيوي لپاره د "ریګلن" په نامه پیچکارۍ ورکول کېږي.
خو د ګوانتانامو زندان ویاند ډګروال رابرټ دورانډ ویلي چې دا کار یې یوازې لومړیو درېیو میاشتو کې کړی، خو په وینا یې بندیانو ته یې هېڅ "جانبي عوارض" نه دي ورپېښ کړي.
د بندیانو وکیلان وايي، موکلینو یې په تېره فبرورۍ کې د نه خوړو اعتصاب له دې کبله پیل کړ، چې تر کله به د زندان تورو تیارو کې بې برخلیکه پاتې وي.
خو د امریکا پوځ ویلي وو چې په تېر مارچ کې یې هغه مهال د بندیانو ربړول پیل کړل، چې ۱۰۶ بندیانو د نه خوړو اعتصاب وکړ، ۴۴ بندیانو ته په ورځ کې دوه ځلې د دوی د بدن د وزن د کمښت مخنیوي لپاره په زور خواړه ورکړل شول.








