مصر کې پراخ سياسي لاریونونه وتلي

د مصر پلازمېنه قاهره او نورو بېلابېلو ښارونو کې ډله ييز احتجاجونه او ګڼ کسيزه لاريونونه وتلي چې د ولسمشر محمد مرسي د ګوښه کېدو او له وخت مخکې ولسمشرۍ ټولټاکنو غوښتنه کوي.
د ښاغلي مرسي مخالفان وايي دی په دې کې پاتې راغلی چې اقتصادي او امنيتي ستونزې حل کړي.
په زرګونو خلکو تېره شپه د قاهرې تحریر ميدان کې تېره کړه، د هغو احتجاجونو مرکزي ځای چې پخوانی ولسمشر حسنی مبارک يې راوپرځاوه.
ښاغلی مرسي چې يو کال مخکې د مصر لومړی اسلام پالی ولسمشر شو، پلويان يې هم په لاريونو وتلي دي.
د مرسي ګوتنيونکي وايي ده د اخوان المسلمين ډلې اسلام پالې اجنډا د هېواد له پراخ اړخيزه ګټو مخکې کړې ده.
د بي بي سي خبريال عليم مقبول وايي په قاهره کې د مرسي ضد لاريونيان د "ارحل! ارحل!" ("لاړ شه! لاړ شه!") شعارونه ورکوي.
د مصر نورو بېلابېلو ځايونو کې هم د لاريونو راپورونه ورکړل شوي دي
- په اسکندريه کې، چې دوهم لوی ښار دی، د بي بي سي عربي څانګې خبريال رامی جابر وايي، زرګونه خلک په مرکزي سيدی جابر سيمه کې د لاريون لپاره غونډ شوي دي.
- د سويز کانال لوی ښار پورټ سعيد په ستر ميدان کې هم يو دريځ درول شوی، او د بي بي سي عربي عطيه نبيل وايي احتجاجيان د هغو کسانو چې دې ځای ته ورننوځي او يا ترې وځي پېژند پاڼې ګوري.
- په سويز، منوفيه او شرقيه کې هم د لارينونو اټکل شوی دی.
د بی بي سي يو بل خبريال محمد اسد وايي په قاهره کې د اخوان المسلمين دفترونو کړکۍ د شګو په بوجيو ځواکمنې شوې دي.
د ولسمشر پلويان بيا د قاهرې په مدينة نصر کې په لاريون وتلي دي.
په دغه لاريون کې خلک بيا داسې شعارون لېږدوي چې د مخالفانو غندنه په کې شوې، او خبرداری ورکوي چې "قانونيت سره کرښه دی".
ځينو بيا داسې شعارونه پر ځانونو تړلي چې وايي دوی تيار دي په واک کې د ولسمشر پاتې کېدو لپاره سرښندنه وکړي.
ټولنيز بېلتون

د مصر ولسمشرۍ وياند ايهاب فهمي پر ټولو مصريانو غږ کړی چې "سره يو موټی او د حکمت غږ ته غوږ شي".
ده وويل "سياسيې رنګارنګوالی پر ټولو اړخونو لازموي چې ډيموکراټيک بهير ته غاړه کېږدي".
په تحرير ميدان کې شعارونه د ساتېرۍ له سندرو نېولې تر غوسه ناکو څرګندونو پورې د بېلابېلو بڼو احتجاج بلل شوی، چې ټول په کې د ولسمشر مرسي د لرې کېدو غوښتنه کوي.
د بي بي سي خبريال وايي مصريانو له ډېرو اوونيو راهيسې د داسې ورځې په اړه خبرې کولې، چې مخالفو ډلو په کې د خپل هوډ ټټر واهه ګنې تر هغه به له دغه ځايه نه ووځی چې ښاغلی مرسي له واکه نه وی لرې شوی، او له وخت مخکې د ولسمشرۍ ټولټاکنو غوښتنه کوي.
خو دی زياتوی د ښاغلي مرسي پلويان بيا دې ته اشاره کوي چې دی ټاکل شوی، او وايي بايد د خپلې دندې ټوله موده پوره کړي، نو په مصرۍ ټولنه کې ريښتينی بېلتون ليدل کېږي.
مخالف فعالان وايي څه د پاسه ۲۲ مليون وګړيو يو غوښتنليک لاسليک کړی، چې د بيړنيو ټولټاکنو غوښتنه کوي. دوی لاسليکوونکي هڅولي چې تحرير ميدان ته ووځي.
ښاغلی مرسي چې له اخوان المسلمين سره تړلی، د داسې ټولټاکنو له ګټلو وروسته چې ازادې او عادلانه بلل شوې وې، د ۲۰۱۲ کال د جون پر ۳۰ مه د مصر لومړی اسلام پالی ولسمشر شو.
د ده د ولسمشرۍ لومړی کال د پرله پسې ناراميو او مخ پر ځوړ اقتصادي حالت سره لاس او ګرېوان و.








