'د صدام اعداموونکی وژل شوی'

د عراق بعث کمونیستي ګوند اعلان کړی، چې د مخکني ولسمشر صدام حسین له دوو اعداموونکو یو یې وژل شوی دی.
خو د عراق حکومت د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.
عراق کې د بعث ګوند فعالیتونه ناقانونه ګڼل شوي، چې مخکنی ولسمشر صدام حسین هم ددغه ګوند سړی و.
خو د دغه ګوند یو مشر او د صدام د وخت د دغه ګوند مرستیال عزت ابراهیم لاهم د ګوند مشري مخته وړي.
ویل کېږي، چې نوموړی 'عراق کې د نقشبندییه طریقت' د وسله والې ډلې مشري کوي.
دغه ډله د بعث ګوند جنګي څانګه ده.
د بعث ګوند په خپره شوې اعلامیه کې دا نه دي څرګند شوي، چې د صدام حسین اعداموونکی کله او چېرې او څرنګه وژل شوی.
خو ویل شوي، چې د صدام اعداموونکی محمد نصیف مالکي یو له هغو دوو کسانو و، چې د صدام حسین په غاړه کې یې د اعدام پړی واچاوه.
په اعلامه کې ویل شوي چې محمد نصیف مالکي د نوري المالکي له خپلوانو دی چې پر عراق د امریکايي یرغل پرمهال یې د کربلا طویرج (هندیه) کې، چې د نوري مالکي د زیږېدو ځای دی، مېوه خرڅوله.
بیا نوموړی د مالکي شخصي ګارد ته ورغی.
د بعث ګوند ویلي، چې وسله والو محمد نصیف مالکي د بغداد سوېل یوسفیه ښار په یوه واټ کې کمین نیولی و او بیا یې وژلی دی.








